له فوځيانو وروسته به اوس ډاکټران هم په ډرون الوتکو سمبال شي

 له فوځيانو وروسته به اوس ډاکټران هم په ډرون الوتکو سمبال شي

لیکنه: شریفه تره کي

کله چې ډاکټران وغواړي په چټکۍ سره یو ځای ته ځان ورسوي نو معمولاً له هیلیکوپټر څخه کار اخلي. خو طبي ساینس تل په دې لټه کې دی تر څو داسي وسیلي رامنځته کړي چې له ډاکترانو سره د موادو د انتقال په برخه کې مرسته وکړي، او عاجل ناروغانو ته ژر د پیوند او نور آړین مواد ولیږدوي.

د مریلنډ د کالج ښار په پوهنتون کې ډاکتران او ساینس پوهان د ډرونونو په ازمایلو کار کوي تر څو ناروغانو ته د پیوند غړیو د ژر او ارزانه انتقال په موخه کار واخلي.

د دغه ډ‌رون لمړنۍ بریالۍ الوتنه د بالټي مور په ښار کې تر سره شوه، په دې ښار کې ډیر شمیر لوی روغتونونه موجود دي.

د ډاکترانو په خبره چې ناروغانو ته د پیوند غړیو د انتقال لپاره د ډرونونو ګټه دا ده چې کم مصرفه او واړه دي او د هغه تر څنګ سرعت یې هم زیات دی. دوي وایې چې له امبولانس موټر او په ځینو مواردو کې له هیلیکوپټر څخه هم چټک دي.

ساینس پوهان هېله لري چې له دي ډرونونو څخه به په ټوله نړۍ کې په روغتونو کې ګټه واخیستل شي، او وبه کولای شي تر څو په وخت ناروغانو ته د اړتیا وړ مواد انتقال کړي.

ساینس پوهان او متخصصین وایې چې په دې ډول ډرونونو باندې کار روان دی او لمړۍ آزموینه یې هم د پنځه کیلو متره په فاصله کې د پیوند موادو انتقال وو، چې په بریالۍ توګه تر سره شو. دوی وایې تر راتلونکو څلورو یا پنځو کلونو پورې به دا ډرونونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په روغتونو کې موجود وي، او عاجلو ناروغانو ته به د موادو د انتقال لپاره کارول کیږي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *