یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د ۲۰۲۱م کال جنوري په ۶مه نېټه د هغه د پلویانو له لوري په سپینه ماڼۍ له برید کولو وروسته له ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک، انسټاګرام، ټویټر او یوټیوب څخه بند شوی وو، اوس بیرته په ټولو رسنیو فعال دی.
نوموړي وروسته له هغه چې له ټولنیزو رسنیو څخه منعه شو، د ټروت سوشل په نوم نوي ټولنیزه رسنۍ جوړه کړه، خو لکه څنګه چې توقع کېده زیاته مشهوره نه شوه. په ۲۰۲۲م کال کې ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا اعلان وکړ چې د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۴م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې به ګډون کوي.
په همدې کال کې وروسته له هغه چې ایلان ماسک د ټویټر شرکت واخیست، په ټویټر د ټرمپ د اکاونټ په اړه یوه ټول پوښته وکړه، دې ټول پوښتنه کې چې شاوخوا ۱۵میلیونه کسانو رایه اچوونه کړې وه ۵۲ سلنه کسانو ورته د حساب بیرته پرانیستلو ځواب ویلی وو.
د ۲۰۲۲کال د نومبر په ۲۰مه نېټه ټویټر د ډونالډ ټرمپ اکاونټ بیرته فعاله کړ، خو ټرمپ له وړاندې ویلي وو چې ښايي ټویټر ونه کاروي، د ده په وینا: اړتیا نشته.
له هغه وروسته د روان میلادي کال جنوري په ۲۶مه نېټه میټا کمپنۍ چې فیسبوک او انسټاګرام په کنټرول کې لري اعلان وکړ چې د ټرمپ اکاونټونه به بیرته پرانیزي.
ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ له دوه کاله ځنډ وروسته د لمړي ځل لپاره په خپل فیسبوک باندې د ۲۰۱۶م کال یوه لنډه ویډیو خپرې کړې او ویلي یې وو: زه بیرته راغلم.
خو لا تر اوسه معلومه نده چې ایا نوموړی به په خپل یوټیوب چینل نوي ویډیوګانې خپرې کړې او یا که به د ټویټر په څېر یوټیوب هم ونه کاروي.