چټ جي پي ټي – ۴؛ د ګوګل او مایکروسافټ جګړه

 چټ جي پي ټي – ۴؛ د ګوګل او مایکروسافټ جګړه

چټ جي پي ټي چې د تېر کال په وروستیو کې بازار ته وړاندې شوی وو، په مصنوعي هوښ سمبال داسې روبوټ دی چې هر ډول پوښتنې ته ځواب ویلای شي.

دا چټ روبوټ د انټرنیټ د معلوماتو په اساس داسي روزل شوی دی چې ستاسو هرې پوښتنې ته د انټرنیټ د معلوماتو په اساس ځواب درکوي. له لیکوالي او شعر لیکنې نیولې بیا د ریاضي تر محاسبې او کمپیوټر تر پروګرام لیکنې پورې د هر څه وړتیا لري.

داسې اندېښنې هم شتون لري چې چټ جي پي ټي یا دې ته ورته په مصنوعي هوښ سمبال روبوټونه به یوه ورځ په سلګونه میلیونه هغه دندې ونیسي چې اوس یې انسانان تر سره کوي او زیات شمېر کسان به بې دندې کړي.

په اوس وخت کې مصنوعي هوښ یا AI د ټیکنالوژي نړۍ له تر ټولو مهمو موضوعاتو څخه دي چې اوس مهال ګوګل او مایکروسافټ د دې برخې دوه تر ټولو ستر سیالان بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې ګوګل د بارډ په نوم د چټ جي پي ټي سیال بازار ته وړاندې کړ، چې د یوې پوښتنې د غلط ځوابولو له امله یې په لمړۍ ورځ ګوګل شرکت ته ۱۰۰ میلیارده امریکایي ډالر زیان واړول.

خو بل خوا بیا مایکروسافټ شرکت په OprnAI باندې ۱۰ میلیارده امریکایي ډالر پانګونه کړې تر څو چټ جي پي ټي د مایکروسافټ د بینګ (Bing) په نوم ویب پلټونکي سره یو ځای کړي.

د ټیکنالوژي برخي کارپوهان وايي چې ښایي په نږدې راتلونکي کې چټ جي پي ټي او بینګ د ګوګل پلټونکي ځای ونیسي، کوم چې په اوس وخت کې د ګوګل شرکت لپاره د عایدو تر ټولو ستره سرچینه بلل کېږي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *