یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
څه ډول د انټرنیټ د موډیم سیګنال قوي کړو؟
لیکنه: شریفه تره کي
دلته به تاسو ته د بې سیمه موډیم د سیګنال د قوي کولو طریقه دروښایو. دا طریقه ډېره ساده ده، خو افغانستان کې ډېر کم خلک دي چې خپلو کورونو کې د موډیم له انټرنیټ څخه ګټه اخلي.
کله چې تاسو د انټرنیټ موډیم کاروئ نو حتمن به له داسې ستونزو سره هم مخ شوي یاست، چې کله مو د موډیم سیګنال ضعیف شوی وي، خو دلته به یې د قوي کېدو له طریقې سره بلد شئ.
هغه څه چې د راوټر په سیګنال ډېره منفي اغېزه کوي هغه د راوټر موقیعت دی، تاسو باید رواټر د فلزي دړي شاته، دېوال شاته، المارۍ کې یا هم ورته نورو ځایونو کې ځای په ځای نکړئ، ځکه دا هغه څه دي چې د راوټر په سیګنال مستقیمه اغېزه لري.
نو هڅه وکړئ چې راوټر د دفتر یا کور په داسې ځای کې کېږدئ چې ټولو کاروونکو ته یې موقیعت نږدې وي، د هغه تر څنګ راوټر په یوه ازاده فضاء کې کېږدئ، تر څو کوم څه یې د سیګنال لپاره منفي واقع نشي.