یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
ولې وټس اپ خطرناک دی؟ پنځه مهم لاملونه
وټس اپ اوس مهال د نړۍ تر ټولو مشهور پیغام لېږوونکی دی، چې په ۲۰۱۶م کال کې یې شهرت زیات شو. مګر په دې وروستیو کې د وټس اپ ګټه اخیستنه ځکه د پام وړ کمه شوې چې فیسبوک غواړي د وټس اپ له ډيټا څخه د فیسبوک په اعلاناتو کې ګټه واخلي.
هغه پراخ بدلونونه چې په وټس اپ کې رامنځته شوي دي اوس مهال وټس اپ خطرناک شوی دی، خو د وټس اپ کاروونکي په دې لټه کې دي چې ولې وټس اپ خطرناک شوی دی؟
پنځه لاملونه، چې ولې وټس اپ خطرناک دی:
- وټس اپ ستاسو په مبایل کې ثبت ټولو شمېرو ته لاسرسی لري: وټس اپ د هغو شمېرو تر څنګ چې تاسو په وټس اپ کې ورسره خبرې کړي دي، ستاسو په تلفون کې ثبت شویو نورو شمېرو ته هم لاسرسی لري. تاسو کولای شئ د وټس اپ دغه لاسرسی بند کړئ، خو په دې ډول به تاسو د وټس اپ له لارې د زنګ وهلو په مهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ شئ، خو که وټس اپ ته اجازه ورکړئ چې ستاسو شمېرو ته لاسرسی ولري، نو بیا وټس اپ کولای شي چې ستاسو په اړه هر ډول معلومات چې وغواړي راټول کړي. د معلوماتو ساتنې قانون سره سره بیا هم لوی او کوچني شرکتونه له دې قانون څخه په پټه سرغړونه کوي.
- وټس ستاسو ټول کارونه څېړلای شي: وټس اپ کولای شي وپوهېږي چې څه وخت او څومره وخت مو له چا سره د تلفون له لاري خبرې کړې دي.
- د کاروونکي د معلوماتو د غلا او پلور امکان شته: د وټس اپ ذخیره شوي معلومات خورا ارزښتمند دي، او هیڅوک تاسو ته دا اطمنان نشي درکولای چې ستاسو معلومات به د تل لپاره خوندي وي. ښايي کومه ورځ یې وټس اپ وپلوري او یا هم وټس اپ هک شي، نو په دې سره به ټول معلومات وشیندل شي. غوره ده چې له داسې اپلیکېشنونو څخه ګټه واخلو کوم چې معلومات د وخت په تېرېدو سره له منځه وړي.
- د وټس شرکت له مشرۍ نه د وټس اپ د مؤسس لرې کول: بریان اکټون د وټس اپ مؤسس دی. نوموړي په ۲۰۱۸م کال کې هغه مهال وټس اپ پرېښود کله چې فیسبوک غوښتل په وټس اپ کې نوي تغیرات راولي. له کله نه چې وټس اپ د مارک زوکربرګ تر مشرۍ لاندې راغلی، باور پرې کم شوی.
- د وټس اپ سورس کوډ عمومي ندی: هیڅوک نه پوهېږي چې د وټس اپ میکانیز څه شی دی.