د بالون په وسیله فضاء ته سفر

 د بالون په وسیله فضاء ته سفر

دا به مو ډېر اورېدلي او لیدلي وي چې انسانان د ځمکې مدار ته د فضایي راکټونو په وسیله سفر کوي تر څو د ځمکې د چاپیریال په هکله څېړنې وکړي، خو ښایي دا مو نه وي اورېدلي چې یو اسپانوي شرکت په دې لټه کې دی چې داسې بالون جوړ کړي، د کوم په وسیله چې به د ځمکې مدار ته سفر ممکن وي، دوی وایي چې دغه بالون زیرو۲انفینیټي نومېږي، چې قطر به یې ۴۲۰ فوټه وي او له ځمکې نه به ۳۹ کیلومتره د لوړېدو وړتیا لري.

یاد اسپانوي شرکت په ۲۰۰۹م کال کې جوړ شوی، له تاسیس نه بیا تر اوسه پورې یې همدا هڅه کوله چې د بالون په وسیله فضاء ته سفر ممکن کړي. دوی همدارنګه وايي چې د دغه بالون په وسیله به نه یوازې څېړونکې، بلکې عام خلک به هم سفر کولای شي او د ځمکې له چاپیریال نه به خوند اخلي. خو ټیکیټ به یې ښایي ډېر لوړ وي.

د دې تر څنګ سپیس ایکس او بلواوریجن شرکتونو هم هڅه کړې چې ورته کار ترسره کړي، خو تر دې مهاله ندي بریالي شوي. خو د سپیس ایکس پرسپیکټیف شرکت د تېر کال جون میاشت کې ویلي وو چې دوی یوه داسې الوتکه جوړوي چې نهه نفر او ورسره خوراکي توکې به د چکر لپاره د ځمکې مدار ته پورته کوي. نوموړي شرکت تر دې مهاله د یادې الوتکې د ازمایښت او الوتنې وخت ندی په ډاګه کړی.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *