هغه انټرنيټ چې هک کول یې ناممکن دي

 هغه انټرنيټ چې هک کول یې ناممکن دي

د ډیلفټ تکنالوژیکي پوهنتون څیړونکې په دې هڅه کې دې چې داسي یوه شبکه رامنځنته کړي چې، ښارونه سره ونښلوي، خلک د هغه له لاري یو بل ته پیغامونه ولیږي، خو امنیت به یې دومره قوي وي چې بیخې ورته نه هک کیدونکي شبکه ویل کیږي، یعني هک کول به یې ناممکن وي. ښاغلي سټیفني وینر چې د دې څیړني مشري په غاړه لري وایې چې دا انټرنیټ به د فزیکي کوانتم په مرسته رامنځته شي او د لمړي ځل لپاره به د نیدرلنډ هیواد څلور لوی ښارونه سره ونښلوي.

دا شبکه چې ډیفلټ شبکه ورته وایې، لمړۍ د ښارونو نښلوونکې شبکه به وي چې ټول په کې له کوانتم څخه ګټه اخیستل شوي، او د معلوماتو د لیږد رالیږد لپاره کارول کیږي.

خو د دې شبکي په اړه یوه ستونزه موجوده وه، هغه دا چې دا کوانتمي شبکې نشي کولای چې په لري فاصله کې ښارونه سره ونښلوي.

خو اوس ښاغلی وینر وایې چې دا شبکه کولای شي په لري فاصله کې هم ښارونه سره ونښلوي، د ده په خبره چې دا شبکه به ډیر ژر پرمختګ وکړي، او ډیر ژر به لري پراته ښارونه او حتی هیوادونه هم سره ونښلوي.

دوی وایې: د دې لپاره چې دا شبکه لري پرتې فاصلې سره ونښلوي، آړینه ده چې د کوانتم له تکراروونکو آلو څخه کار واخیستل شي.

اوس مهال په ډیلفټ کې د کوانتم تکراوونکو آلو په جوړولو کار روان دی، دوی وایې چې د کوانتم لمړۍ تکراروونکي آله به په راتلونکو پنځو تر شپږو کلونو پورې بشپړ او ګټي اخیستني ته آماده شي.

خو وینر وایې: د دې لپاره چې دا کوانتمي شبکه په یوه نړیوال شبکه بدله شي، نو یوي لسیزي ته آړتیا ده، د ده په خبره چې تر 2030م کال پورې به دا شبکه په یوه نه هک کیدونکې انټرنیټ بدله شي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *