یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
امریکا پخپل پوځ کې تر پنځو کلونو پوري، د سرتیرو په ځای نظامي روبوټان ګماري
د نوي ټکنالوژۍ په پرمختګ سره داسي روبوټان هم رامنځته شوي چې نظامي دندي ترسره کوي. دوۍ په نښه ویشتلو کې هېڅ تېروتنه نه کوي، همدارنګه له خپل ځانه د دفاع توانایې هم لري.
د امریکا متحده ایالات په پلان کې لري تر څو په راتلونکو پنځو کلونو کې د سرتیرو په ځای روبوټان وګماري. داسي وړاندوینې شوي چې، تر ۲۰۲۵ م کال پوري به د امریکا د پوځ لویه برخه نظامي روبوټان تشکیلوي. ډېر وړه برخه به یې سرتیري او افسران وي.
د نظامي روبوټانو رامنځته کېدل د ټکنالوژۍ په ډګر کې تر ټولو لویه لاسته راوړنه بلل کیږي. اوس مهال د داسي روبوټانو ویډیو ګانې په یوټوب او نورو ټولنیزو رسنیو کې کتلای شئ.
نظامي روبوټان له خپله ځانه تر ټولو ښه دفاع کولای شي، د هغه ترڅنګ د جګړي په ډګر کې هم تر سرتیرو مخکښ دي. ځکه له یو خوا په نښه ویشتلو کې تېروتنه نه کوي، بل خوا ستړیا او تر سترس لاندي نه راځي. دوۍ کولای شي په دوامداره توګه خپله دنده په ډېر دقت سره ترسره کړي.
اوس مهال د امریکا په سلګونو زره سرتیري په بهرنیو هېواونو کې میشت دي، هغوۍ اوږدي او سختي جګړي هم په غاړه لري. داسي اټکل هم شوی چې، له ۲۰۲۵ کال وروسته با د امریکا متحده ایالات نورو هېوادونو ته هم د جګړې لپاره ځیني نظامي روبوټان ولیږدوي او د افغانستان په څېر هېوادونو کې به په جګړو له دا ډول روبوټانو څخه کار واخیستل شي.
تر ټولو لویه اندېښنه په دې تړاو داده چې، ډېر زیات کسان په نظامي برخه کې په دندو بوخت دي. که چیرته له دا ډول روبوټانو څخه په نظامي ډګر کې کار اخیستل کیږي، نو لرې نده چې یو لوی شمېر انسانان به خپلې دندي له لاسه ورکړي.