هاوکینګ: تکنالوژیکي وسایلو هوښ به تر انسان زیات شي او د انسان ځای به ونیسي.

 هاوکینګ: تکنالوژیکي وسایلو هوښ به تر انسان زیات شي او د انسان ځای به ونیسي.

بریتانیايې فزیک پوه سټیفن هاوکینګ، ګواښ کړی چې مصنوعي هوښ په ډېرې چټکتیا سره د پرمختګ په حال کې دی، چې د دا ډول چټک پرمختګ له امله به ډېر ژر تر انسانانو مخکي شي.

د نوموړي په خبره چې د تکنالوژیکي وسایلو هوښ به ډېر ژر تر انسانانو لوړ شي او دا به د بشر په تاریخ کې تر ټولو ناوړه پېښه وي. ځکه خو باید انسانان دې برخې ته پام وکړي او مصنوعي هوښ کنټرول کړي.

سټیفن هاوکینګ څو کاله وړاندي په پکن کې جوړ شوي کنفرانس ته وینا کوله، ویې ویل: کمپیوټرونو هوښ له انسانانو سره برابر دی، خو کېدای شي چې ډېر ژر تر انسانانو مخکي ولاړ شي.

له همدې امله انسانانو ته په کار ده تر څو د دې ناوړه پېښي مخه ونیسي او پرینږدي تر څو کمپیوټرونه او نور تکنالوژیکي وسایل تر انسانانو هوښیار شي او په انسانانو باندي تسلط پيدا کړي.

هاوکینګ وايي، که څه هم له یو خوا دا کار خطر ناک دی، خو له بل کېدای شي، له انسانانو سره د مصنوعي هوښ پرمختګ مرسته هم وکړي. د نوموړي په خبره ، لکه څرنګه چې په نږدي راتلونکي کې د ځمکي د اقلیمي شرایطو د بدلون امکان شته، له همدي امله کېډای شي انسانان له ډېرو ستونزو سره مخ شي، خو برعکس مصنوعي هوښ بیا کولای شي، په همدې برخه کې له انسانانو سره د پام وړ مرسته وکړي. د هاوکینګ په خبره، مصنوعي هوښ به له انسانانو سره مرسته وکړي، تر څو د ځمکي اقلیمي شرایط د انسانانو په ګټه کنټرول کړي. دا کار به په ځمکه کې د انسانانو د بقا لامل شي. ځکه د اقلیمي شرایطو له کنټرول څخه پرته په ځمکه کې د انسانانو ژوند او بقا په نږدي راتلونکي کې په خطر کې ده.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *