یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
آیا د کرکټ نړیوال شل اوریز جام به تر سره شي؟
کورونا ویروس؛ هغه نوم چې په ډیر کم وخت کې یې د نړۍ د نورو برخو تر څنګ په لوبو هم پوره اغیز کړی، د دې ویروس له امله په نړۍ کې ټولي لوبې ځنډول شوي دي، د هغه تر څنګ د کرکټ په ډګر کې یې هم د پاکستان سوپرلیګ لوبې په نیمه پایلوبه کې ودرولي. د هند تجارتي لیګ لوبې هم یو ځل وځنډیدي خو داسي ښکاري چې د دوهم ځل لپاره به هم وځنډیږي، ځکه چې که څه هم کم وخت ورته پاتي، خو هیڅ لوبغاړی یې هم له خپلي لوبډلي سره ندی یو ځای شوی.
خو د دې هر څه سره سره د نړیوال جام د ترتیب او تنظیم اجرائیوي مشر نیک هاکلي ویلي چې دوی لا هم د شل اوریز نړیوال جام د تر سره کیدو لپاره خوشبین دي چې په خپل وخت به یې ترسره کړي. خو زیاته کړې ده اوس دوي د نړیوال جام د نه ترسره کیدو په تړاو هیڅ تصمیم نلري او لومړیتوب یې د کرونا ویروس سره مبارزه ده.
نړیوال شل اوریز کرکټ جام به شاو خوا شپږ نیمې میاشتې وروسته په استرالیا کې ترسره شي.
د یادونې ده چې په ۲۰۲۰ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې به د افغانستان په ګډون ۱۶ لوبډلې یو د بل په وړاندې لوبې ترسره کړي.