یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
له ۲۶ کلونو او ۱.۷ ټریلیون ډالرو وروسته جیف بیزوس امازون پرېږدي
لیکنه: شریفه تره کي
جیف بیزوس د ۱۹۶۴م کال جنوري میاشت کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، نوموړي په ۱۹۹۴م کال کې د امازون شرکت بنسټ د امریکا په نیویارک ایالت کې کېښود.
دا شرکت اوس د نړۍ له لویو شرکتونو څخه شمېرل کېږي، او له اپل وروسته د امریکا دوهم لوی شرکت دی، چې ۱۷۰۰میلیارده ډالره ارزښت لري.
جیف بیزوس اوس د ۱۹۲میلیارده ډالرو سرمایې په درلودو سره د نړۍ دوهم سرمایه لرونکی کس دی.
نوموړي تېره اوونۍ په خپل ویبلاګ لیکلي، چې د ۲۰۲۱م کال تر پایه پورې به د امازون شرکت د عامل مدیر په توګه خپله دنده پای ته ورسوي. خو لا به هم د دې شرکت د اجرایوي مشر په توګه دندې ته ادامه ورکړي.
امازون د انلاین پېر او پلور په برخه کې د نړۍ تر ټولو ستر شرکت دی، چې په ورځني ډول یې د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې په میلیونونو کسانو کاروي.