یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
د تیارو په لور! | لیکنه: جانداد جهاني
کله چې څه وخت مخکې په سالنګ کې د بریښنا مزي پرې شول زه غزني کې وم، غزني کې د بریښنا نه شتون معمول دی، شتون یی عجیب ښکارې، کله چې غزني کې بریښنا وي، زه یم، یخ او جنګ نه وي بیا د بام پر سر کښینم او د ښار په مخ خواره شوي څراغونه له پامه تیروم.
داسي احساسوم لکه د شیدو لارې کهکشان په کومه څنډه چې ناست یم، خو دا ډول احساس ډیر کم تجربه کوم ایله کال کې یوه ورځ داسي راشي چې غزني کې بریښنا وي، زه یم، جنګ نه وي او موسم ګرم وي.
خو کابل کې بیا د بریښنا نه موجودیت هغه هم ددومره ډیر وخت لپاره غیر عادي دی، کابل کې نه یواځي صنعت او سوداګري بلکي عادي ژوند هم په بریښنا چلیږي که چیرته د بریښنا شرکت هغه لیږ اندازه داخلي بریښنا هرې حوزي ته په نوبت نه واي ویشلي لیري نه وچې له کابل څخه مو د بریښنا د نه موجودیت له وجي جنازي ایستلي وای، ننګرهار هم همداسي هغه وخت چې سالنګ کې بریښنا قطع وه ننګرهار کې د بریښنا څراغونه لړزیدل، ای سی ګاني نه څرخیدلي او ښکاریده چې انسان د ماشو(میاستو) او ګرمي په وړاندي میدان بایللی دی دا وضعیت ځکه د تحمل وړ وو چې خلک پوهیدل دا حالت تر ډیره دوام نه مومي.
خو پکتیا کې وضعت کاملآ متفاوت وو، پکتیا زما لپاره د کار ځای دی هلته زه نه د آسمان نندارې کوم او نه یی هم ځمکې او منظري دومره ښکلي دي چې په لیدلو یی وخت ضایع کړم.
د بریښنا نشتون زما مهالویش بیخې ګډ وډ کړی وو د ورځي به مې د حرارتي بریښنا پر مټ دومره کمپیوټر چارج کړ چې له رسمیاتو ورسته څو ساعته کار وکړي، د شپې به د بریښنا په خاطر د ښار څنډو ته تلو تر څو یو څو ساعته د څراغ رڼا ته د سبا لپاره مطالعه وکړو هغه وخت به مو هم تر ډیر د بریښنا او روښنایی د اهمیت د اثبات لپاره په بحث تیرولو ځکه ډیر داسي خلک شته چې له روښنایی کرکه لري.
کارونه ټکنې وو او د بریښنا د عدم حضور تاثیرات د ژوند په ټولو برخو لیدل کیدل، درسي صنفونو کې استادان د بریښنا او انټرنیټ د نه موجودیت په خاطر ښه نه وو اماده، سلایډونه او پروجکټورونه نه برابریدل، ښارونو کې چاپ خوني او کار خوني ولاړي وې او خلګ د ګرمي او د اوبو د نشتون له وجې کړیدل. دا حالت څه نوی نه وو خو دا ځل هم پراخ او هم د ډیر وخت لپاره وو.
شالید تاسو ته دا وړې پیښې ښکاره شي خو زما په نظر دا د تیاره راتلونکي زیری دی.
کله چې موږ تاریخ ته ګورو داسي فکر کوو چې ستر تاریخي بدلونونه په یوه شپه را منځ ته شوي خو داسي نده، کرهڼیز انقلاب زرګونه کلونه ونیول تر څو دانسان اقتصادي او ټولنیز فعالیتونه په کلي توګه بدل شي. رنسانس د زرګونه عواملو او کسانو د لسګونه یا که ووایو د سلګونه کلونو د هڅو او جریاناتو پایله وه، د فرانسي انقلاب چې د اروپا په تاریخ کې د عطف نقطه بلل کیږي د ډیرو کلونو فکري او سیاسي مبارزي نتیجه وه، د ایران انقلاب هم د یوې شپې کار نه وو او زموږ په هیواد کې هم د ثور کودتا او د مجاهدنو بریا چې دسیاسي جوړښت تر څنګ یی په ټولنه او ژوندانه هم ژور تاثیر درلود د کلونو کلونو د سیاسي او وسلوالی مبارزي پایله وه چې په تدریجې توګه تر دې ځایه را ورسیدل.
دا هغه پیښې وې چې همیشه په تاریخ کې د عطف د نقطو په حیث یادیږي.
د تدریجي پرمختګ داستان تر دې آرام او ورو دی.
داسي چې حتي خلګ متوجه کیږي هم نه. موږ فکر کوو چې جاپان په یوه ورځ جاپان شوی خو که تاریخ وګورو جاپان داسي یوه امپراطوري وه چې په تیرو ۱۵۰۰ کلونو کې خپل عظمت ساتلی وو.
په ۱۸۵۴ کال امریکا پدې خاطر د جاپان ساحلي بندرونه د توپ خانو خولې ته ورکړل چې جاپان آزاد تجارت ته غاړه نه ایښودله خو د توپخاني د ستوني دي غوړمبا د جاپان تجارتي او اقتصادي بنستونه بدل کړل او بلاخره په ۱۸۶۸ م کال کې (هیتو) قدرت ته ورسیده او د معاصر جاپان بنسټ یې کیښود.
تر دیم نړیوال جنګ مخکې او د جګړي په جریان کې جاپان د کوریا چین د ځینو برخو په شمول ان د امریکا تر هاوایی ټاپوګانو د ارام سمندر ډیری برخي په لاس کې درلودلې. په هیروشیمی او ناګاساکې د اټومي حملې ورسته د جاپان د هغه وخت لومړي وزیر د (میشګان) د کیښتۍ په غولي د چاپان د تسلیمي پاڼه امضا کړله او خپل ملت ته یی په وینا کې وویل چې موږ نن د نوي جاپان بنسټ کیښود په همدې شکل چاپان له ۱۹۶۰ تر ۲۰۰۰ م کال په منځنۍ توګه ۸% کلنی اقتصادي وده درلودله چې هغه وخت د نړۍ دویم اقتصادي قدرت شمیرل کیده.
د اروپا او د امریکا د عروج داستان ټولو ته واضح ده ننۍ اروپا د روښنفکرانو، فلاسفه ؤو او ساینس پوهانو د ۵۰۰ کاله خولو تویولو په مټ جوړه شوي ده.
د زوال داستان تر دې هم ورو دی، پر مختګ خو حد اقل د رسنیو د پام وړ وي، خو کله چې کوم ملت غرقیږي هیڅوک یی هم غږ نه اوري.
منځنی ختیځ چې په منځنیو پیړیو کې د تمدن، علم او سوداګري مرکز وو په معاصر عصر کې د عثماني ترکانو په مستعمره بدل شو، عثمانیانو هم لکه د د هر زبیښاک ګر ځواک غوندي د دریو سوکلونو په ترڅ کې د خپل قدرت د بقا لپاره هیڅ هیواد د پرمختک په مسیر پرینښود، له لمړۍ نړیوالي جکړي ورسته منځنی ختیځ د انګلیسانو او فرانسویانو لاس ته ولویده خو کله چې دشلمي پیړۍ له نمایی ورسته دغو هیوادونو خپلواکي تر لاسه کړه حاکمانو یی له خپلو خلګو سره لکه د نیواک ګرو غوندي چلند خپل کړ.
د منځني ختیځ د ډیری هیوادنو سیاسي او ټولنیز وضعیت تر زر کاله پخوا اوس خراب دی که څه هم چې د نفتو کافي ذخیري لري.
د زمبابوۍ او وینزویلا د زوال داستان له نظره تیر کړئ ۵۰ کاله مخکي وینزویلا د لاتیني امریکا تر ټولو چټک وده کوونکی هیواد وو.
د نفتو کافي ذخیري او ولسواکه نظام یی د ښه راتلونکي هیلي ورکولي، خو دا چې د خلګو د شعور سطحه یی ټیټه وه په مفتو سوسیالیستي وعدو وغولیدل او هوګو چاویز یی په ۱۹۹۸ کال قدرت ته ورساوو، چاویز، د قانون په تغیر او د قدرت په انحصار سره اقتصادي او سیاسي بنسټونه تغیر کړل او ورځ تر بلي ددې کړنو نتیجي د خلګو په ژوند کي راښکاره کیدلي، خلک د رهبرانو سیاسي شعارونو ته خوشحاله ول خو په سترګو یی لیدل چې هره ورځ یوڅه له لاسه ورکوي، اول آزادي، بیا شتمني او ورسته د خوړو د کمبود له وجي خپل وزن او حتي ژوند.
دا هر څه د امریکا په اټومي بم ندي را منځ ته شوی بلکي د کوچنیو او حتی نا محسوسو سیاسي تغیراتو په وجه، ډیر په تدریجي ډول چې په نتیجه کې یی ستر سیاسي او اقتصادي تغیرات راغلل.
زمبابوۍ هم د رابړ مګابي د واکمني په دوران کې په دوامداره توګه مخ په ځوړ روانه وه، د مګابي حکومت زموږ د حکومت غوندي په فساد کي غرق او خلګ یی بي اعتنا ول فساد، د قدرت انحصار او دولت د خپل سري له امله یی ورځ تر بلي د خلګو ژوند سخت کیده او د خلګو آزادي او خصوصي شتمني سلب کیدلي.
دولت د اراضي د اصلاح په بهانه ځمکي له سوداګرو واخیستې او داسي خلګو ته یی ورکړي کومو چې په ژوند کې هم کښت نه وو کړی، د مرکزي بانک خپلواکي یی په ضمني توګه سلب کړله او پراخ فساد ته یی لار پرانستله چې په نتیجه کې ټول اقتصادي سیستم فلج شو د پیسو ارزښت یی په بې ساري توګه ولویده داسي چې د یوې مړۍ ډوډۍ د اخستلو لپاره لازمه وه سلګونه تریلیونه زمبابویي ډالر بازار ته یوسي، ټول خلګ یی ملیاردران وو خو په یو ملیارد ډالرو هیڅ شی هم نکیدل.
باید زرګونه تریلیونه ډالر دي درلودلی ترڅو دي د یوې ورځي ډوډۍ ترلاسه کړي وای.
(( د زوال او عروج داستانونه انتزاعي او بې ربطه کیسې ندي بلکي د تاریخ درسونه دي چې ملتونو ته خبر ورکوي کومې لاري کومو منزلونو ته رسیږي.))
د تیرو څو میاشتو دقیقو مشاهداتو یقیني کړم چې موږ د راتلونکي هیلې په سراب پسي تړلي دي.
څو میاشتي مخکې کله چې مې مختلفو ولایتونو ته سفر وکړ او د ژوند تغیر مې له مخکینیو وختونو سرمقایسه کړ،د بشر اوږ تاریخ او د خپل هیواد په معاصر تاریخ کې مي عمیق فکر او مطالعه وکړله متوجه شوم چې زموږ لید لوری د یوې محدودي زماني دورې په حصار کې دی.
هغه وخت مې د لمړې ځل لپاره د زمان او مکان له قید څخه د باندي فکر وکړ او ومي لیدل چې زموږ اکثریت په سراب پوری زړه تړلی، هرڅومره چې مې په دقت ډول سره مشاهداتو ته ادامه ورکړه لا ډیر راته د واقعیت ماهیت روښانه شو داسي لکه د هر څه له مخې چې پرده پورته شوي وي.
موږ قدم په قدم د زوال په لور ځو، لکه یو ګاټی چې له غره څخه رارغړي، په هر قدم کې زموږ د سقوط شتاب زیاتیږي او له هرې لحظې ورسته مو د بیرته را ګرځیدل ګرانیږي.
راشئ دنن ورځي وضعیت له پنځه کاله مخکې وخت سره مقایسه کړئ موږ کوم لوري ته تللي یو، پنځه کاله مخکې د لویو لارو او ښارونو وضعیت څنګه وو او اوس څنګه دی، سوداګري او اقتصاد مو له لس او پنځلس کاله مخکې وخت سره پرتله کړئ! وګورئ کومه نتیجه اخلئ؟ ټولنیز وضیعت او ټولنیز اخلاق مو له ۵۰ کاله مخکې وخت سره پرتله کړئ د خلګو کړه وړه ډیر انساني شوي که وحشي شوي دي؟
له ژوند څخه د رضایت او خوښۍ شاخص را واخلئ او له سل کاله مخکې وخت سره یی وګورئ! موږ کوم طرف ته روان یو؟
شاید تاسو دا حالات یواځې بې مسیره نوسانات وبولئ سمه ده نوسانات دي ولې بې مسیره ندي،هره څوکه یی تر مخکینۍ ټیټه او هره دره یی تر بلې ژوره ده مسیر یی مخ په ځوړ دی او که ډیر ورته خوشبینه و اوسو نو وایو چې ازلې او ابدي تعادل په لوري ځو.
کروند ګر مو لا هماغسي وږي او سپیره دي چې سل کاله مخکې وو خو په دومره تفاوت چې هغه وخت یی یواځې د ورځي کار کاوو او د شپې به یی خپلو بچو ته مینه ور ښودله خو اوس د شپې هم مبارزه کوي په سرکونو کې سورې کوي او د پلچکونو لاندي د بربادي دانې کري، په دومره تفاوت چې اوس یي په زړه کې پرته کرکه او نفرت له اور سره یو ځای په لاس کې له نیولي ټوپک څخه راوزي.
زموږ کلتور او فرهنګ هماغه د غیرت او شجاعت په محور را څرخیدونکی کلتور دی خو په دومره توپیر چې اوس د زغم او لورینې څرک نه لیدل کیږي او جزمیت اوج ته رسیدلی دی.
شاید موږ په نړۍ کې ځان تر ټولو اخلاقي وبولو خو که یوه بهرنۍ سیلاني مو هیواد ته راشي دا میلمه پاله ملت به څنګه ښه راغلاست ورته ووایی؟ فکر وکړئ شاید اول ور څخه پیسې او شتمني غلا کړي، بیا که یی وس ورسیږي تجاوز ورباندي وکړي او بیا ورسته یی ووژني؟
آیا دا سناریو ګاني محتمیلي ندي؟
ښا غلا، تجاوز او قتل اخلاقي کارونه دي؟ آیا یوه ټولنه کې چې دا کارونه رواج لري هغې ټولني ته موږ اخلاقي ټولنه وایو؟
پدې هیواد کې مامورین هماغه مامورین دي، بیروکراسي هماغه بیروکراسي ده چې سل کاله مخکې وه خو په دومره تفاوت چې رشوت، فساد او غلا په دولتي سکتور کې په جلا صنعت او کاروبار بدله شوي ده.
سیاسون مو د سټالین غوندي د خپل اقتدار په خاطر ورځ تر بلي قدرت تر ځان انحصار کوي او د خلکو په حقوقو او ستوني پښه ږدي او د اصلاح هر غږ په نطفه کې خنثی کوي.
د اصلاحاتو په نامه هر حرکت یواځي یوه نتیجه لري د خلکو د حقوقو نقض او د قانون ماتونه.
شاید تاسو ته د لیکنې دا نتیجه د خوښي وړ نه وي، دا کاملآ طبعې ده، همیشه خیال، ارامان او خوب تر ویښتیا او واقعیت خوندور وي. په واقعیت پوهیدل که هر څومره درد ناک هم وې خو ګټه یی داده چې ددې امکان را منځ ته کوې تر څو د سقوط شتاب را کم کړي او یا حد اقل له واقعیت سره تر ټکر ورسته یو څوک رواني ټکان ونه خوري.