چرس مو بدن ته څه زیانونه رسوي؟

 چرس مو بدن ته څه زیانونه رسوي؟

چرس او نور نشه یې توکو چي څکول کیږي او که څښل کیږي د بدن په ټولو غړو او سیستمونو اغیز لري. خو هغه توکي چي څکول کیږي مستقیم سږو ته ځي، له هغې لاري ویني ته ننوځي او ډېر ژر د بدن غړو ته رسیږي.

اوس د نړۍ په ګڼ شمیر هېوادنو کې د امریکا د ۲۹ ایالتونو په ګډون دا ډول توکي قانوني شوي دي. خو د دې له قانوني کېدو او آزادیدو سره طبي ټولني د دې توکو د زیانونو په اړه هم خپل بحثونه پیل کړي دي. د دې توکو د استعمال زیانونه په لاندي ټکو کې بیان شوي دي.

تنفسي سیستم:

د چرسو دود، د تنباکو د دود په څير، د امونیا او هایدورجن سیاناید په ګډون زهرجن کیمیاوي مواد لري. د طبي څيړنو په بنسټ دا مواد د سږو او تنفسي سیستم د میکروبي کیدو او تخریب او ټوخۍ د رامنځته کیدو لامل کیږي.

د ویني دوران سیستم:

د چرس له څکولو وروسته په هغه کې د (تتراهایدورکانابینول) په نوم نشه راوړونکي مواد د سږو له لاري ویني ته جذبیږي او د ویني د دوران سیستم له لاري د بدن ټولو غړو ته رسول کیږي.

له څو دقیقو وروسته د چرس له څکولو، ستاسو د زړه ضربان زیاتیږي او دا حالت تر دریو ساعتونو پوري دوام کوي. که چیرته د زړه ناروغي ولرئ، د زړه د ضربانو زیاتوالی مو ممکن د قلبي سکتي لامل شي.

د مرکزي عصب او معز سیستم:

چرس د بدن مرکزي عصب سیستم تر اغیز لاندي راولي. دتتراهایدروکانابینول په نوم نشه راوړونکي ماده مغز تنبیه کوي او هغه زیات دوپامین تولیدوي. دوپامین هغه کیمیاوي ماده ده چي د خوښۍ او راحتي د احساس لامل کیږي.

همدارنګه د چرسو دا نشه راوړونکي ماده په مغز کې معلوماتو د لاسرسي طریقه بدلوي او حافظه تر اغیز لاندي راولي. له همدي امله د چرس له کارولو وروسته پیښي په حافظه کې نشي ساتلای.

همدارنګه چرس د مغز هغه برخه چې د حرکاتو او توازن د تنظیم مسوولیت په غاړه لري، هم تر اغیز لاندي راولي. له همدي امله هغه کسان چي چرس څکوي باید ډیر وخت موټرواني ونکړي.

هضمي سیستم:

د خولي له لاري د چرسو کارول په هضمي سیستم کې هم د استفراغ او داسي نوري ستونزي پیدا کوي. په چرسو کې نشه راوړونکي ماده په ځیګر کې تجزیه کیږي او د ځیګر د تخریب سبب کیږي.

د اشتها یاتوالی او تحریک، د ژبي او خولي وچیدل او د تندي احساس کول هغه اغیزي دي، چي چرس یې د انسان په هضمي سیستم باندي کوي.

د هغه ترڅنګ تر ټولو مهمه دا چي د انسان په دفاعي سیستم باندي اغیز کوي او هغه کس چي چرس څکوي ډیر ژر په نورو ناروغیو اخته کیږي.  

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *