هغه کس چې تر ټولو زیاتې پیسې لري، د بریا رازونه یې څه دي؟

 هغه کس چې تر ټولو زیاتې پیسې لري، د بریا رازونه یې څه دي؟

ژباړه: شریفه تره کي

ایلان ماسک په ۱۹۷۱م کال کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. ایلان ماسک د پیپال او دې ورته ځیني نورو مهمو شرکتونو مؤسس دی او یو پیاوړی انجینر، نوښتګر او په امریکایي تجارت کې پېژندل شوی کس دی.

نوموړی اوس د ټسلا موټورز او سپیس ایکس شرکتونو مشر دی.

د ایلان ماسک شخصي ځانګړتیاوې انتقادي فکر، ښه تحلیل او تل د خپل کار په اړه فکر کول یادولای شو.

د دې مهم کس د بریال رازونه په لاندې ډول دي:

  • ټوله ورځ په کار کې:

ایلان ماسک د نړۍ له لس اغېزمنو کسانو څخه شمېرل کېږي، چې په اوونۍ له ۸۰ تر ۱۰۰ ساعتونو پورې کار کوي.

  • د کتاب لوستل:

ایلان ماسک په زیاترو مرکو کې ویلي، چې زیات وخت په کتاب لوستلو تېروي. هغه وایي چې له ماشومتوبه یې لا له کتاب لوستلو سره علاقه درلوده. هغه وخت چې نورو ماشومانو به شوخي کوله، ایلان ماسک به کتاب مطالعه کول.

  • د پیسو کمښت د هغه په کار بده اغېز نه کوي

ایلان ماسک چې د هر کار لپاره پلان جوړوي نو د ښه کیفیت په موخه یې د مصرف په هکله فکر نه کوي. هغه د دې په ځای چې د پیسو په اړه فکر وکړي، د راتلونکي په اړه فکر کوي. ایلان ماسک وایي: غواړم له پیسو نه مهم څه په خپل ژوند کې زیات کړم.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *