یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
د فزیک په مرسته د مصنوعي وېښتانو وده
د پرینسټون پوهنتون څېړونکي دا ځل وتوانېدل چې د مصنوعي ویښتانو په جوړښت کې پخوانۍ ستونزې پیدا کړي او د حل لپاره یې لاس په کار شي.
دوی وايي چې دا ځل به مصنوعي وېښتان د رباټیک صنعت په مټ جوړوي، چې په دې وسیله به وکولای شي چې پخوانۍ ستونزې په اسانۍ سره حل کړي.
کارپوهان وايي چې که مونږ طبیعت په سم ډول مطالعه کړو، هلته د هرې ستونزې لپاره په زرهاوو حل لارې شتون لري او مونږ کولای شو په اسانۍ سره یې پیدا کړو.
د پرینسټون پوهنتون د څېړونکو دا ډله د طبیعت او بیولوژیکي ډیزاینونو څخه الهام اخلي او له دې لارې دوی غواړي چې د طبیعت او بیولوژي د اړیکو په اړه لا ښې څېړنې وکړي.
د دې سیستم په وسیله به وکولای شي چې مصنوعي وېښتان د انسان په سر کې داسې نصب کړي چې د ودې وړتیا به لري، د څېړونکو دا ډله زیاتوي چې د وېښتانو ښودلو په دې طریقه کې دوی له فزیک څخه هم ګټه اخلي.
د څېړونکو ډلې مشر وایي چې دا لار تر نورو ساده، ارزانه او د کار وړ ده او د رباټیک سیستم د وړتیا په پرمختګ کې هم اساسي رول لري.