د کورنیو حیواناتو شتون د ماشومانو لپاره څه ګټه لري؟

 د کورنیو حیواناتو شتون د ماشومانو لپاره څه ګټه لري؟

هغه څېړنې چې روانپوهانو د انسانانو او حیواناتو په اړیکو باندې کړې دي، دې پایلي ته رسېدلي دي چې د کورني حیواناتو شتون د ماشومانو د رواني حالت لپاره خورا زیاتې ګټې لري.

روانپوهان وايي کورني حیوانات کولای شي له ماشومانو سره د یوه ښه ملګري په څېر چلند وکړي. هغه ماشومان چې د اړیکو ستونزې لري یا هم ژوري رواني ناروغۍ لري، کورني حیوانات د دې لامل کېږي چې د یوه ملګري په څېر ورسره چلند وکړي او له دې حالته یې وژغوري.

ډېرې داسې میندي او پلرونه شته چې د کورني حیواناتو له ساتلو سره علاقه لري، خو دوی له دې وېره لري چې ښایي کورني حیوانات د دوی د ماشومانو په سلامتي، روحي او رواني حالت بده اغېزه وکړي، نو له دې امله دوی د کورني حیواناتو ساتلو ته زړه نه ښه کوي. که څه هم د دوی تشویش په ځای دی، مګر باید په دې وپوهېږو چې کورني حیوانات نه یوازې دا چې د ماشومانو په رواني او جسمي حالت بده اغېزه نه کوي بلکې کولای شي ډېر مثبت واقع شي.

ډېر خلک بیا په دې باور دي چې کورني حیوانات یوازې د ماشومانود ساتېري لپاره دي، په داسې حال کې چې کورني حیوانات کولای شي ستاسو ماشومانو ته ډېر څه ورزده کړي.

یو کورنی حیوان کولای شي ستاسو د ماشوم ښه ملګری شي. او له پیل څخه ماشوم کې د مسؤولیت احساس پیدا کړي. د هغه تر څنګ باید ماشوم ته دا ورزده کړل شي چې کورنی حیوان نظافت ته اړتیا لري.

له مسوؤلیت پېژندي څخه کولای شو یادونه وکړو، چې کورنی حیوان اوبو، ډوډۍ او میني ته اړتیا لري، کله چې ماشوم د هغوی اړتیاوې پوره کوي نو په دې سره په راتلونکې کې ترې یو مسؤولیت منونکی او په ملګرتیا پوه انسان جوړېږي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *