یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
نن د پای Pi ورځ ده؛ ولې د پای ورځ ده؟ او په دې ورځ نور څه شوي دي؟
لیکنه: شریفه تره کي
د درېیمي میاشتي ۱۴مه نېټه د پای ورځي په نوم یادېږي، دا ځکه چې د پای قیمت ۳٫۱۴۱۵۹۲۶۵۳۵ دی، دا چې د پای قیمت 3 او له اعشاريې وروسته لمړي دوه توري ۱۴ دي، نو له همدې امله د عیسوي کلونو د مارچ یا درېیمي میاشتي ۱۴مه نېټه د پای ورځي په نوم یادېږي. د مارچ میاشتې په ۱۴مه نېټه دوه نورې مهمې پېښې هم شوې دي، خو لمړی به پای ښه وپېژنو.
پای Pi څه شی ده؟
پای د ریاضي ثابت عدد دی چې قیمت یې …۳٫۱۴۱۵۹۲۶۵۳۵ دی، او د π په علامې سره ښودل کېږي. پای د حقیقي او غیر ناطق عددونو په ډله کې راځي، ځکه چې له اعشاریې وروسته رقمونه یې نه خلاصېدونکي دي او تکراري هم ندي.
پای عدد په ریاضي، فزیک او انجینري کې په پراخه کچه کارول کېږي.
پای د یوې دایرې نسبت د هغې په قطر باندې ښیې. یانې π=C/d
د پای عدد تاریخچه تر ۴۰۰۰ کلونو پورې مخکې په لرغوني مصر پورې تړل کېږي. له میلاده ۱۶۵۰ کلونه وړاندې مصري Rhind Mathematical Papyrus د پای قیمت ۳،۱۶۰۵ ټاکلی وو.
له هغه وروسته بیا ۲۵۰ کال وړاندې له میلاده، مشهور یوناني ریاضي پوه ارشیمدیس له دې عدد څخه د یوې کُرې د حجم او یوې سطحې د مساحت د پیدا کولو په موخه کار واخیست.
په دې سربېره د پای په اړه لس شله نوري خبرې هم شته، تاسو کولای شئ په لاندې لینکونو کې یې ولولئ.
اوس به دا ووایو چې د مارچ میاشتې په ۱۴مه نېټه په ۱۸۷۹م کال کې د شلمې پېړۍ ستر نابغه او د فزیک د نړۍ نه تکرار شوی فزیک پوه البرټ انشټاین زېږېدلی دی، چې د ۱۹۵۵م کال د اپریل میاشتې په ۱۸مه نېټه یې نړۍ پرېښوده.
بله خبره دا ده، چې په دې ورځ مشهور بریتانوي فزیکپوه او ستورپېژندونکي سټیفن هاوکېنګ په ۲۰۱۸م کال کې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې. هاوکېنګ د ۱۹۴۲م کال د جنوري میاشتي په ۸مه نېټه پیدا شوی وو.
په دې اړه نور معلومات:
پای:
https://en.wikipedia.org/wiki/Pi
البرټ انشټاین:
https://en.wikipedia.org/wiki/Albert_Einstein
سټیفن هاوکېنګ: