یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
له لمریز نظام څخه بهر سیاره کشف شوې؛ هلته ژوند هم ممکن دی

د ساینس تارسډاګ په نوم یوې مشهورې مجلې راپور نشر کړی، چې د ناسا د پرلپسي هڅو په پایله کې له مریخ وروسته اوس له لمریز نظام بهر هم یوه داسې سیاره کشف شوې، چې هلته د انسان لپاره د ژوند زیات شرایط برابر دي او ښایي ژوند وکولای شي.
هسپانوي ستورپېژندني مرکز وایي، چې د وروستیو څېړنو له مخې په ډاګه شوې چې په فضاء کې له لمریز نظام وتلې په نورو سیارو کې بیولوژیکي نښې لیدل شوې او امکان لري چې هلته انسان د ځمکې په څېر ژوند وکړای شي.
له تېرو ۲۵کلونو راهیسي ناسا په فضاء کې شاوخوا ۴۰۰۰ سیارې کشف کړې دې، چې د هغوی له جملې څخه ډېر کم یې اتمسفیر لري.
د څلورو لویو وچو د ستورپېژندونکو د ګډ ټیم څېړونکي وایي، چې دا سیاره تازه کشف شوې ده او کېدای شي چې د ځمکې په څېر اتموسفیر ولري. د دې سیارې نوم (glisece 486 b له لمریز نظام وتلې) سیاره اېښودل شوې، او له ځمکې څخه د ۲۶نورې کلنو په اندازه لرې موقعیت لري. همدارنګه ویل کېږي چې دا سیاره له ځمکې څخه ۳۰ځله لویه او ۲.۸ ځله زیات وزن لري، او خپلو ستورو ته نږدې موقعیت لري.
دا سیاره د یوې نیمې ورځې په موده کې په خپل مدار کې په ستورو راګرځي. او د تودوخي درجه یې ۴۳۰ سانتي ګراد درجې ته رسېږي.
ویل کېږي چې د دې سیارې د تودوخې د لوړې درجې یو لامل دا ده، چې خپلو ستورو ته ډېر نږدې موقیعت لري.
د تودوخي لوړه درجه یوازینی لامل دی چې په دې سیاره کې د انسان لپاره ژوند کول ناممکن کوي، خو هسپانوي ستورپېژندونکي وایي، چې که دا سیاره اتموسفیر ولري نو کېدای شي چې له مرکزي ستوري لرې په نوموړي سیاره کې ژوند کول امکان ولري.