څیړڼې: زم زم اوبه له نورو اوبو سره هېڅ توپیر نلري

 څیړڼې: زم زم اوبه له نورو اوبو سره هېڅ توپیر نلري

د اسلام دین پیروان باور لري چې، د زم زم چینه له میلاد څخه ۱۹۰۰ کاله وړاندي د ابراهیم (ع) په وخت کې هغه مهال رامنځته شوي، کله چې ابراهیم (ع) خپل زوی اسماعیل او خپله میرمن هاجره کعبي ته څېره مه په یوه دښته کې یوازي پريښودل.

په دې کېسه کې راغلي، کله چې کوچنی اسماعیل تږی شو، نو د هغه مور هاجره د اوبو پیدا کولو په لټه کې شوه. له ډېرو منډو وروسته یې اوبه پيدا نکړي، خو کله چې بیرته خپل کوچني زوی اسماعیل ته راوګرځېده، نو ویې کتل چې، د اسماعیل تر پښو چینه را خوټیدلي.

له دې وروسته د اسلام د سپیڅلي دین پيروان دې چینې ته د تقدس په سترګه ګوري، هغه کسان چې د هر کال حج ته ځي، له دې چینې څخه اوبه اخلي او خلکو ته یې د تقدس او ناروغیو د پاکوالي په موخه ورکوي. ویل کیږي چې، سعودي عربستان هر کال په میلیونونو ډالر عاید یوازي له همدي چینې څخه لري.

په ۱۹۷۱ م کال کې یو مصري طبیب ادعا وکړه چې، د زم زم اوبه د ترکیب په لحاظ له نورو اوبو سره هېڅ توپیر نلري. د نوموړي له ادعا وروسته د زم زم د اوبو نومونه لابراتوارونو کې و آزمایل شوه.

د لابراتوارونو له دې څیړنې وروسته ثابته شوه، د زم زم اوبه د معدني ترکیباتو له اړخه له نورو اوبو سره هیڅ توپیر نلري. په دې څیړنو کې راغلي، د زم زم اوبو ته هم د نورو اوبو په څېر میکروب او بکتریاوي لار پیدا کولای شي. په ترکیب کې یې کلسیوم او منزیوم هم تر نورو اوبو زیات نه دي.

له دې وروسته جاپاني پوه، ډاکټر مساروا ایموتو هم په دې اړه څېړني وکړي. په دې څیړنو کې هم نوموړي ثابته کړي چې، د زم زم اوبه له نورو اوبو سره د ترکیب په لحاظ هیڅ ډول توپیر نه لري.

خو د اسلام سپیڅلی دین یې بیا په تقدس باور لري، بلکی د ډېرو ناروغیو درمل یې هم بولي. د هغه تر څنګ په یو حدیث شریف کې راغلي چې، د زم زم اوبه د لوږي لپاره هم بسنه کوي.

 ابوذر رضی الله عنه څخه روایت دی: رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وفرمایل: « إنها مبارکة، إنها طعام طعم ؛ زمزم، له تبرک څخه ډکې اوبه دي، داسي غذا ده چې وږی کس مړوي». هاجره؛ له دې ویري چې اوبه خورې نشي، نو د دې چیني په شا و خوا یې خاوره واچوله او اوبه یې را وګرځولي. ابن عباس رضی الله عنهما فرمایي: نبی اکرم صلی الله علیه وآله وسلم وفرمایل: «خدایه، د اسماعیل په مور رحمت وکړه، که هغې د زم زم اوبه خوشي کړي وای ، زمزم، به اوس رواني اوبه وي».

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *