یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
په صنعتي انقلاب کې ماشین د حیواناتو ( خره، غوايي) ځای ونیول
له صنعتي انقلاب څخه وړاندي به د کرنیزو کارونو په مهال انسانانو په سختو فزیکي کارونو کې له ځینو ځواکمنو حیواناتو څخه کار اخیستل. په دې حیواناتو کې خر، غوايي او ځیني نور حیوانات راځي.
د ځمکي په کلبه کولو کې به غوایانو څخه کار اخیستل کېدو، همدارنګه برعکس د موادو په لیږد رالیږد کې به له خرو څخه اخیستل کېده. سهار وختي د راپاڅولو په موخه به یې له چرګاو څخه کار اخیستل. همدارنګه ګڼ نورو حیواناتو څخه د مختلفو کارونو په ترسره کولو کې کار اخیستل کېده.
خو له صنعتي انقلاب وروسته د حیواناتو کارونه کمه شوه او د هغه ځای ماشین ونیول. د بیلګي په توګه: مخکي به ځمکه د غوایانو په واسطه کلبه کېده خو اوس دا کار تراکتور کوي. یا هم مواد به د خرو په واسطه لیږدول کېدل، خو اوس دا کار نور موټرونه یا هم تراکترونه کوي.
یا هم سهار له خوبه د راپاڅولو په موخه به یې په کورونو کې چرګان ساتل، خو اوس دا کار یو کوک لرونکي ساعت کوي. نو ډېری دا ډول کارونه چې انسانانو به له حیواناتو څخه په کې کار اخیستل، له صنعتي انقلاب څخه وروسته د حیواناتو کارونه کمه شوه او په ځای یې له ماشین څخه کار اخیستنه زیاته شوله.
له همدي امله د دا ډول حیواناتو ساتنه هم کمه شوي. ډېر کم خلک لا هم په کورونو کې خره یا هم دا ډول نور حیوانات ساتي. ځکه نور د ماشین په راتګ سره اړتیا ورته نه لیدل کیږي. د لګښتونو له اړخه هم، ماشین اقتصادي دی، د کار د موثریت او چټکتیا له اړخه هم ماشین ګټور دی. صنعتي انقلاب کې یوازي خرو او غوایانو خپل کاري فرصتونه له لاسه ورنکړل، بلکي هغه کسان چې خره او غوایان یې چلول یا یې لرل، هغوۍ هم خپل کاري فرصتونه له لاسه ورکړل. ځکه یو بزګر چې په غوايي ځمکه کولبه کولای شوای، تراکتور یې زده نه و.