څوک چې غواړي له ځمکي بهر ژوند وکړي، باید خپلي جنتیکي ځانګړتیاوې تغیر کړي

 څوک چې غواړي له ځمکي بهر ژوند وکړي، باید خپلي جنتیکي ځانګړتیاوې تغیر کړي

د فضایي څېړنکو تازه څېړنې ښيې: هغه څوک چې غواړي له ځمکي بهر په مریخ یا کوم بل چاپیریال کې د ډېر وخت لپاره پاتي شي، نو لمړی باید د جنتیکي انجنیر په وسیله خپل جنوم اصلاح کړي، او په هغه کې باید څه تغیرات راولي.

وروسته له هغه چې د امریکا ملي فضایي څېړنو اداري (ناسا) له ۲۰۳۰م کال وروسته مریخ ته د ډلیزو انسانانو د لیږلو پروژه پلان کړه، فضایي څیړونکو هم هڅې شروع کړي، تر څو له ځمکي بهر د انسانانو د ژوند د څرنګوالي په هکله لا زیات معلومات پیدا کړي.

د دې څېړنو په پایله کې داسي ویل کیږي چې په نورو سیارو کې مضري پرتو او د جاذبي متفاوتي قوي کولای شي هلته د مېشتو انسانانو ژوند وګواښي.

نو هغه کسان چې غواړي په مریخ یا کومه بله سیاره کې د زیات وخت لپاره پاتي شي، نو باید خپلي جنتیکي ځانګړتیاوې تغیر کړي، تر څو د نورو سیارو بېلابېل مشخصات یې په روغتیا بده اغیزه ونه کړي. خو هغه کسان چې غواړي د کم وخت لپاره په مریخ کې پاتي شي، د هغوي لپاره بیا کومه ستونزه نسته.

د فضايي چاپیریال پیژندني متخصص کندا لینچ په خپله وروستۍ ناسته کې چې په نیویارک آکاډمي کې یې د (مریخ ته سفر: د فضایي مهاجرت ستونزې) تر نوم لاندې تر سره کړي، ویلي: که انسانان غواړي چې مریخ د خپل استوګنځي په توګه وټاکي، او په دې سیاره کې کار وکړي یا هلته کورنۍ جوړه کړي، نو باید خپلي جنتیکي ځانګړتیاوې تغیر کړي

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *