فضایي موجودات چېرته دي؟ ایا مونږ څاري؟

 فضایي موجودات چېرته دي؟ ایا مونږ څاري؟

له ډېرې زیاتې مودې راهیسي انسانان په فضاء کې په نورو ژوندیو موجوداتو پسې ګرځي. لمړی به دا پوښتنه ځواب کړو، چې اصلاً فضايي ژوندي موجودات یا Alien وایي څه شي ته؟

فضايي ژوندی موجود هر هغه ژوندي موجود ته وایي چې د ځمکې له اتموسفیر بهر پیدا شوی وي، او ژوند کوي. فرق نه کوي، چې دا ژوندی موجود دي د یوې بکتریا په څېر کوچنی وي یا هم د یوه ډایناسور په څېر لوی وي، او دا هم مهمه نده چې باید هوښیار وي کنه. یانې هر هغه ژوندی موجود چې له ځمکې بهر ژوند کوي، د فضایي ژوندي موجود په نوم یادېږي. خو تر اوسه په ډاګه شوې نده چې فضايي ژوندي موجودات شتون لري کنه.

دا چې کائینات ډېر پراخ دي نو هرومرو به داسې سیاره شتون لري چې هلته ژوندي موجودات وي. په همدې اړه همدا اوس په نړۍ کې زیات څېړونکي څېړنې کوي تر څو په اړه یې دقیق معلومات تر لاسه کړي.

زیاتره ساینس پوهان په دې باور دي چې ښايي د نورو سیارو هوښیار ژوندي موجودات تر مونږ پرمختللي وي، او مونږ یې کشف کړي یو. ښايي همدا اوس دوی مونږ او زمونږ ټیکنالوژي هم څاري.

دا باورونه د هغه نا پېژندل شویو څېزونو له امله پیدا شوي، چې ځیني وختونه په اسمان کې لیدل شوي، او بیرته ورک شوي، او تر دې دمه ندي په ډاګه شوي چې څه شی وو. دا نا پېژندل شوي څېزونه د یو اف او U.F.O یا (Unidentified Flying Object) په نوم یادېږي.

U.F.O زیات وخت د ځمکې په اسمان کې لیدل شوي، خو تر اوسه یې په اړه هيڅ دقیق معلومات نشته.

U.F.O

همدا اوس په نړۍ کې زیاته اندازه خلک په دې باور دي چې د ناسا او پنټاګون په څېر مرکزونه له فضایي موجوداتو سره اړیکې لري، او نه غواړي چې نور انسانان خبر کړي. همدارنګه په ۲۰۱۸م کال کې د سپیس ایکس شرکت مشر ایلان ماسک د فضايي موجوداتو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ښایي فضايي موجودات زمونږ په څېر او زمونږ په مینځ کې وي.

د فضایي موجوداتو یوازینۍ فضایي بېړۍ چې ساینس پوهان یې تائیدوي، هغه د (اموا موا) په نوم هغه نا پېژندل شوی فضايي جسم دی چې په ۲۰۱۷م کال کې لمریز نظام ته داخل شو، او له لنډې مودې وروسته یې خپل مسیر تغیر کړ او حرکت یې هم چټک کړ او له لمریز نظام نه بیرته بهر شو. ساینس پوهان په دې خاطر دې جسم ډېر حیران کړي وو چې ډېرې جالبې ځانګړتیاوې یې درلودې. مثلاً: د دې جسم شکل هیڅ اسماني جسم ته ورته نه وو، لمریز نظام ته ناڅاپه داخل شو، او له یو څه وخت وروسته یې خپل مسیر تغیر کړ، او د دې تر څنګ یې حرکت هم چټک کړ.

امواموا (د فضایي موجوداتو لمړنۍ فضایي بېړۍ)

دا هغه څه دي چې تر دې مهاله بل هیڅ اسماني جسم ندي ترسره کړي، او د فزیک له قوانینو سره هم سمون نه خوري، ځکه هیڅ اسماني جسم د انرژۍ له اغېزې پرته خپل مسیر او د حرکت چټکوالی نشي تغیروالی. نو له همدې امله دې جسم ته د امواموا Oumuamua یا 2017 U1 نوم ورکړل شو. امواموا په بومي ژبه کې هغه پیغام رسوونکي ته وايي چې له زیاتي مودې وروسته راورسېږي.

زیاتره ساینس پوهان په دې باور دي چې امواموا د فضایي موجوداتو یوه جاسوسه فضايي بېړۍ وه، چې یا به ښايي په ځانګړې ډول زمونږ لپاره رالېږل شوې وه. او یا هم امکان لري چې فضايي موجوداتو په کائیناتو کې څېړنې کولې او ناڅاپه لمریز نظام ته داخل شوي وي، نو کله چې یې له ځمکې سیګنالونه تر لاسه کړل، بیرته یې خپل مسیر او سرعت تغیر کړل او له لمریز نظام نه لاړل. دا فضایي بېړۍ ورکه شوه، خو مونږ یې دومره باوري کړو، چې په کائیناتو یوازې نه یو.

د امواموا په اړه د ناسا په ویب سایټونو کې معلومات وګورئ:

U.F.O په اړه معلومات وګورئ:

رحمت الله محمد

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *