یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
د نیوټن دوهم قانون په ساده ژبه
د نيوټن د حركت قوانين د ښوونځۍ په اتمې ټولگۍ كښې ښوول كيږي خو متاسفانه ډېر لوړ لوستي كسان مې لا ليدلي دي چې سم يې سر نه دى په خلاص.
خصوصا د دوهم قانون F=ma په اړوند اكثره كسان تر غلطفهمۍ لاندې دي چې گواكي دغه معادله ښيي چې:- كتلې ته د #حركت وركولو لپاره قوې ته اړتيا شته.
خصوصا دغه خبره د مذهبيونو لخوا ډېره وړاندې كيږي، ناخبره د دې څخه چې عين استدلال دوه نيم زره كاله مخكي ارسطو كړى وو چې د هغه څخه يې بيا خپل لومړنى محرك Prime Mover استنتاج كړى وو. ارسطويي فيزيك تقريبا ټوله د اوولسمې پېړۍ د ساينسي انقلاب راهيسي په تجربو غلط ثابت شوى دى!
د نيوټن په دوهم قانون F=ma كښې a د #تعجيل استازيتوب كوي، نه د #سرعت! لهذا نوموړى قانون نه وايي چې د m د #حركت#وركولو لپاره قوې F ته اړتيا شته، بلكه وايي چې:- كتلې ته د #تعجيل وركولو لپاره قوې ته اړتيا شته. بايد د تعجيل او حركت په توپير سر خلاص كړئ: تعجيل د وخت په نسبت د سرعت بدلون افاده كوي، په داسې حال كښې چې حركت د وخت په نسبت د موقعيت بدلون ته ويل كيږي.د حركت لپاره قوې ته اړتيا نشته او د نيوټن #لومړى د حركت قانون يعني عطالت هم داغه درته وايي او په فضا كښې آسماني اجرام او سفينې هم د دې گواهي وركوي.
ن. ا. ر پسرلی