یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
ولې په كايناتو كښې يو جسم د رڼا تر سرعت گړندى حركت نشي كولاى؟
د نيوټن دوهم د حركت قانون څرگندوي چې د كتلې (جسم) د تعجيل (سرعت اخيستلو) لپاره قوې ته اړتيا شته: F = ma
د آينشټاين خاص نسبيت ښيي چې كتله د انرژۍ سره متعادله ده: E=mc²
ښه، كله چې دغه دوه اصول سره يو ځاى كړو د آينشټاين د خاص نسبيت د نسبيتي كتلې رابطه لاس ته راځي: m = m’ / √(1 – v²/c²) چې ځنې څرگنديږي چې هرڅومره چې جسم تعجيل اخلي كتله يې زياتيږي (ځكه چې حركتي انرژي د كتلې سره متعادله ده)، نو د نور تعجيل وركولو لپاره يې نورې زياتې قوې ته اړتيا پيدا كيږي. كله چې (په نظري توگه) د متحرك جسم سرعت د رڼا سرعت ته رسيږي كتله يې لايتناهي گرځي. لھذا پايله اخيستل كيږي چې د يوه مادي جسم د رڼا په سرعت سره حركت ناشونى او ناممكن دى او د رڼا سرعت زموږ په كايناتو كښې د سرعت آخري حد speed limit دى.
په عملي توگه دغه څرگندونې په پارټيكل اكسلرېټرونو particle accelerator ماشينونو كښې په اثبات رسېدلې دي، لكه د سويس اېل هيچ سي Large Hadron Collider چې په زيږديځ كال 2013 كښې يې د هيگز بوزون كشف كړ.
د خاص نسبيت Special Relativity په اړوند نور جزيات د ”څه شى، څنگه او ولې؟” كتاب په اووم څپركي كښې موندلاى شئ:
دا کتاب دلته ډاونلوډ کړئ:
درنښت
پسرلى