یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
که غواړئ خوشحاله ژوند وکړئ، نو دا لس خبري عملي کړئ
د خوشحاله ژوند کولو لپاره لاندې لس ټکي په نظر کې ونیسئ:
- د مينې خوښوونکي اوسئ، ممکن زيان ووينئ؛ خو دا د ژوند کولو يوازينۍ بريالۍ لار ده.
- د مينې خوښوونکي اوسئ، ممکن زيان ووينئ؛ خو دا د ژوند کولو يوازينۍ بريالۍ لار ده.
- کله چې له تاسې پوښتل کېږي او د ځواب ورکولو لېوالتيا يې نه لرئ، موسکا وکړئ او وې وپوښتئ: ولې غواړئ پوى شئ؟
- کله چې ماته خورئ؛ نو هغه زده کړې چې ترې ماته زده کوئ او هېر يې کړئ!
- درې شيان په ياد ولرئ: خپل ځان ته احترام، نورو ته احترام او د خپلو ټولو ترسره کوونکو چارو مسووليت پام کې نيول.
- مه پرېږدئ چې په يوې کوچنۍ مناظرې (لفظي) شخړې غټ دوست خوابدى کړئ!
- کله چې د غږمل (ټېلفون) غوږۍ پورته کوئ؛ نو په شونډو مو موسکا خوره کړئ، مقابل لورى به مو د خوښۍ غږ واوري.
- له هغې مېرمنې يا سړي سره واده وکړئ چې د خبرو کولو مين يې ياست. کله مو چې مينه او اړيکې ژورو ته ځي؛ نو د خبرو اترو مهارتونو مو هم لوړېږي او مجلس مو اهميت پيدا کوي.
- شرافتمندانه او ښه ژوند وکړئ؛ ځکه کله چې د سپين ږيرتوب په وخت فکر کوئ؛ نو د خپل تېرژوند په يادېدو به ترې خوند واخلئ.
- په کور کې مو د مينه ناکې فضا شتون ډېر اړين دى، څومره چې کولى شئ يوه هوسا، ارامه او امن لرونکې کورنئ جوړه کړئ!