یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
که غواړئ ماشومان مو له رواني ستونزو لرې وي، نو دا مهم ټکی په یاد ولرئ
ښایي کله به مو داسې کسان هم لیدلي وي، کله چې په خپل ورځني کاروبار کې له یوې کوچنۍ ستونزې سره هم مخ شي، نو بیا په کور کې غالمغال کوي. دوی خپله حوصله له لاسه ورکوي، نو له همدې امله ټول جنجال کور ته راوړي، چې دا په ماشومان ډېره بده اغېزه کوي.
پلار, مور او کورنۍ که په هرحالت کې وي، خو بايد، چې د ماشوم له مخې د خپلو مشکلاتو او خراب اقتصادي وضیعت خبرې ونه کړي. دوی باید د ښه والي، مړښت او ځان بسياينې خبرې وکړي. او ماشوم بايد په اقتصادي او نورو هغو مشکلاتو کې راګير نشي چې پلار او کورنۍ يې لري.
ماشومان چې د موږ او د هېواد د مالي او نورو مشکلاتو د حل توان نه لري، لا له وړوکتوب څخه په ذهني ډيپرېشن اخته کېږي، خپل ځان ضعيف او ناتوانه ويني او ان کله، کله فکر کوي چې د دې ټولو مشکلاتو او شرايطو لامل او سبب دی خپله دی
وروسته چې بيا په لويوالي کې هرڅومره موړ هم شي ، وږ سترګی به وي، د هرڅه حللاره به پيسې ګڼي، روپۍ به تر هرڅه محترمې او مقدمې بولي او کېدای شي په لويوالي کې د يو څو روپيو لپاره کورنۍ او ان مور و پلار هم پرېږدي.