یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
ولی موږ نشو کولای ” نه ” ووایو؟ | ژباړه: نېکزاد کټوازی
۱- د یوازېتوب او له پامه لویدلو وېره، موږ مجبوروي چې د نورو غوښتنو ته سره له دې چې زموږ د افکارو، احساساتو او غوښتنو سره په ټکر کې وي، د هو ځواب ووایو. د ماشومتوب وخت کې به مو چې د والدینو او یا مشرانو په خلاف د نه ځواب ویل، دوی به موږ وېرولو، چې که “نه” ورته ووایو، نو نور به راسره مینه ونکړي، چکر ته به مو بونځي، لوبو ته به مو بونځي.
۲- کلتور، رواجونه، اخلاق، مذهب په مستقیم او غیر مستقیم ډول له خلکو نه د ماشومتوب دورې نه د هر ډول اعتراض، مخالفت، انتقاد او نه ویلو ذهنیت اخلي، دا مسئله وروسته په ټولنه کې د سیاسي او ښونېز قدرت له لارې ډېریږي او په ټولنه کې د افکارو غاړه اېښودلو او هو ویلو حاکمیت مسلط کېږي.
۳- کله چې لېږ لوی شوو که د نورو د ناسمو خبرو اوانتقادونو پر وړاندې مو اعتراض کول، نو دا خبره به کېدله؛ چې باید د مشرانو په وړاندې خبري ونکړو او باید درناوی یې وساتو. په دې شرایطو کې ماشومانو دا زده کول چې د نورو د غوښتنو پر وړاندې تل هو ووایي.
۴- موږ ته یي را ښودلې چې د خپلو غوښتنو لپاره باید له مشرانو ځار قربان شو او د نورو چاپلوسي وکړو، د هغوی خبري که غلطې هم وي ومنو، په واقعیت کې خپل ځان سپک، کوچني، خوار او ذلیل کړو. نورو ته د نه ویلو ځواب ناتواني موږ په دوه مخه کس بدلوي او دا دې سبب کېږي چې موږ تل خپل ځان سپک کړو چې ولی له خپلو غوښتنو څخه دفاع نشو کولای.
۵- موږ فکر کوو چې که د نورو غوښتتو ته د “نه” ځواب ووایو، دوی خپه کېږي او موږ مهربانه کس نه یو، په همدې توګه باید د دوی هره غوښتنه ومنو. حال دا چې زموږ دا احساس مهربانانه ندي، بلکې د مهرباني غوښتنه ده. په واقعیت کې موږ خپل ځان سره مینه نلرو، ځکه چې حاضر یو د خپلو غوښتنه پر وړاندې خپل احساس تر پښو لاندې کړو تر څو نور خوشاله کړو، په واقعیت کې موږ خپل ځان د نورو لپاره قربانوو.
۶- له هغه ځایه چې تل نورو ته د “نه” ځواب نه وایو تمه لرو چې نور هم تل زموږ غوښتنو ته د “نه” ځواب ونه وایي، که څوک د “نه” ځواب ووایي، موږ هغه خپل دښمن ګڼو، حتی که زموږ غوښتنه کاملاً غیر منطقي وي.