څیړني: یوازیتوب د ورځي د ۱۵ سګریټو د څکولو په اندازه زیان لري

 څیړني: یوازیتوب د ورځي د ۱۵ سګریټو د څکولو په اندازه زیان لري

یوازیتوب او له ټولنې ګوښه کېدل د ورځي د ۱۵ سګریټو د څکولو په اندازه روغتیا ته زیان لري. په دې تړاو تازه څېړنو ښودلي چې یوازیتوب او له ټولنې ګوښه کېدل په رواني او جسماني لحاظ انسان ته زیان اړوي، چې په یوه ورځ کې یوازیتوب د ۱۵ سګریټو د څکولو په اندازه زیان رسوي.
په دې څېړنو کې راغلي، د یوازیتوب په مهال انسان د ناهیلۍ احساس کوي او بیلا بیل تشویشونه ورته پيدا کیږي. د دې تشویشونو له امله انسان په رواني او جسماني لحاظ له ځینو ستونز سره مخ کیږي.
له ټولني ګوښه کېدل په اروپا کې په لویه ستونزه بدله شوي، ډېری کسان هڅه کوي تر څو یوازي واوسي او له ټولنې څخه ځان ګوښه کوي. یوازي د بریتانیا ۹ میلیونه خلک یا یوازي اوسي او یا هم د یوازیتوب احساس کوي.
یوازیتوب د اوسني عصر تر ټولو تریخ حقیقت دی، چې له بده مرغه ورځ تر بلي دا ستونزه پسي ډېریږي، خو تر اوسه پوري بریتانیا لمړنی هېواد دی چې دې ستونزو د پلټني لپاره یې خانګړی وزارت رامنځته کړی.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *