ځمکه د کائیناتو مرکز نده؛ د همدې خبرې د ثبوت په تور کلیسا ګالیلو ته د مرګ سزا ټاکي (د ساینس پوه له کړاوونو ډک ژوند)

 ځمکه د کائیناتو مرکز نده؛ د همدې خبرې د ثبوت په تور کلیسا ګالیلو ته د مرګ سزا ټاکي (د ساینس پوه له کړاوونو ډک ژوند)

شخصي ژوند:

ګالیلو ګالیلي چې مکمل نوم یې Galileo di Vincenzo Bonaiuti de’ Galilei دی، د ۱۵۶۴م کال فیبروري میاشتي په ۱۵مه نېټه یې د ایټالیا به پیسا ښار کې نړۍ ته سترګې وغړولې. د ګالیلو پلار وینسینو ګالیلي نومېده او سندرغاړی وو.

په لمړي سر کې یې پلار غوښتل چې نوموړی په کلیسا کې زده کړې وکړي او یو مذهبي شي، خو وروسته یې تصمیم بدل شو او ګالیلو یې د پیسا پوهنتون ته د طبي زده کړو په موخه ولېږل. ګالیلو طب ونه لوست، دا چې له ریاضیاتو سره یې زیاته علاقه وه، نو د ریاضي په هکله یې مطالعه پیل کړه، تر دې چې په ۱۵۸۸م کال کې په همدې پوهنتون کې د ریاضي استاد شو.

له څه مودې وروسته یې په پډووا پوهنتون کې د ریاضي او ستورپېژندني د ښوونکي په توګه دنده پیل کړه، او تر ۱۶۱۰م کال پوري نوموړی په همدې پوهنتون کې پاتي شو او دا هغه دوره وه چې ګالیلو په کې زیاتي لاسته راوړنې درلودې.

ګالیلو په داسې کورنۍ کې زېږدېدلی وو، چې په مسیحیت دین کې د کاتولیک مذهب پیروان وو. نوموړي د مرینا ګمبا په نوم یوې انجلۍ سره اړیکې درلودې، دوی دوو دوه لوڼې او یو زوی درلود.

ګالیلو د ۱۶۴۲میلادي کال د جنوري میاشتي په ۸مه نېټه نړې پرېښوده. هغه د فزیک، ستورپېژندني، ریاضي او فلسفې په برخه کې زیاتې لاسته راوړنې درلودې.

د ګالیلو لاسته راوړنې:

ګالیلو به ویل: د طبیعت قانون د ریاضیاتو په ژبه لیکل شوی، تر څو چې ریاضي باندې ونه پوهېږئ، د طبیعت په قوانینو نشئ پوهېدای.

  1. د تلسکوپ اختراع: ګالیلو په ۱۶۰۹م کال کې د عینکو له دوو ښیښو څخه په ګټه اخیستني سره وتوانېد، چې اسماني ستوري لوی او واضح وویني. هغه د عینکو مقعره ښیښه (چې داخل طرف ته وي) او محدبه ښیښه (چې د باندې طرف ته وي) د یوه فلزي نل په دواړو خواوو کې ځای په ځای کړې، او کله چې به یې د مقعري ښيې له طرفه په دې نل کې وکتل، نو اسماني ستوري به یې لوی او واضح لیدلای شوای. خو له ګالیلو نه یو کال وړاندې هالنډي هنز لیپرشي دا کار ترسره کړی وو. له دې امله زیاتره خلک په دې باور دي، چې د تلسکوپ اختراع هنز لیپرشي کړې وه، ګالیلو د هغه له تلسکوپ څخه په ګټه اخیستني سره تر دې قوي تلسکوپ جوړ کړ، او په مرسته یې علمي څېړنې وکړې.
  2. ګالیلو د مشتري سیارې څلور سپوږمۍ کشف کړې: په ۱۶۱۰م کال د جنوري میاشتي په ۷مه نېټه ګالیلو د نورو ستورو په لور خپل تلسکوپ کې وکتل، هغه د مشترې سیارې تر څنګ درې نور اجسام ولیدل، نوموړي په پرلپسې توګه د دې اجسامو حرکتونه وڅارل، تر دې چې د همدې میاشتي په لسمه نېټه یې وویل: دا د مشترې سیارې سپوږمۍ دي، او د دې سیارې په شاوخوا راګرځي. له دې نه درې ورځې وروسته ګالیلو د مشتري سیارې څلورمه لویه سپوږمۍ هم کشف کړه.
  3. ګالیلو د شیدو لار کهکشان په هکله له څېړنو وروسته ثبوت کړه، چې شیدو لار کهکشان بې شمېره ستوري او سیارې لري.
  4. ګالیلو لمړی کس وو، چې د سپوږمۍ د سطحې په هکله یې د تلسکوپ په مرسته څېړنې وکړې، او ویې ویل، چې سپوږمۍ خپله رڼا نه لري، بلکې د لمر رڼا ته انعکاس ورکوي.
  5. له ۱۶۱۰م کال نه تر ۱۶۱۶م کال پورې ګالیلو د زحل سیارې او د دې سیارې د کړیو په هکله د خپل تلسکوپ په وسیله زیاتې څېړنې وکړې.
  6. په ۱۶۱۲م کال کې ګالیلو د خپل تلسکوپ په مرسته نیپټون سیاره ولیدله.

ګالیلو د دغو تر څنګ ځیني نورې مهمې لاسته راوړنې هم لري.

د حقیقتونو په اړه د څېړنو په جرم، په کلیسا کې د ګالیلو محکمه:

ګالیلو په ۱۶۱۰م کال کې د نیکولاس کوپرنیک نظریه تائید او ثبوت کړه، (نیکولاس کوپرنیک د پنځلسمې پېړۍ په پای او شپاړسمې پېړۍ په پیل کې ژوند کول، هغه د کلیسا خبره چې ویل به یې ځمکه د کائیناتو مرکز دی رد کړه، او له زیاتې څېړنې وروسته یې په ډاګه کړه، چې لمر د لمریز نظام مرکز دی). خو کلیسا د ارسطو غلطه نظریه کاپي کړې وه، هغه دا چې ارسطو له میلاده ۳۵۰ کاله وړاندې ویلي وو، چې ځمکه د کائیناتو مرکز دی، لمر او نور ستوري د ځمکې په شاوخوا راګرځي.

ګالیلو ثابته کړه، چې ځمکه د کائیناتو مرکز ندی، له دې امله چې دا نظریه د کلیسا د نظریې خلاف وه، نو په ګالیلو د کفر ټاپه ولګېده، او هغه یې ګمراه کوونکی یاد کړ.

کلیسا دا پرېکړه وکړه، چې یا به ګالیلو په اور کې سوځي او یا به هم بېرته ایمان راوړي او له دې شایعاتو به توبه کوي. ګالیلو چې کومه چاره یې نه درلوده، توبه یې وکړه، او نور له څېړنو تېر شو.

ګالیلو په ۱۶۴۲م کال کې د جنوري میاشتي په ۸مه نېټه له نړۍ سترګې پټې کړې.

د ګالیلو له مرګ نه ۳۰۷کاله وروسته، په ۱۹۶۹م کال کې، هغه وخت چې لمړي انسان په سپوږمۍ قدم کېښود، پاپ جان پل دوه امر وکړ، چې د ګالیلو پرېکړه یو ځل بیا چک کړي. په ۱۹۹۲م کال کې کاتولیک کلیسا بښنه وغوښته، او ویې ویل، چې د ګالیلو محکمه یوه لویه تېروتنه وه.

سرچینه:

https://en.wikipedia.org/wiki/Galileo_Galilei

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *