یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
د روغ او ترو تازه اوسېدو لارې چارې
د سالم فکر و خیال سره سم ژوند تیرولو لپاره لازم دي چې مناسب خواړه انتخاب کړای شي خو دا انتخاب باید عمر ته په کتو ونه شي بلکې د وینې ګروپ په اساس وشي.
دا چې څنګه انتخاب شي دا لیکنه تر پایه لولئ:
نوموتی دوکتور Peter.J.D’adamo په ۱۹۶۶م کې په خپل یوه کتاب کې لیکلي چې انسان باید خپل ورځني خواړه د ویني ګروپ په اساس انتخاب کړي.
دا چې د وینی څلور ګروپونه دي خو د مثبت او منفي سره اته کیږي نو د ویني د ټولو ګروپونو انتي جینزونه سره توپير لري او د مایکرو بائیوم(Microbiome) په شمول د نورو باکتریاو( چې په ډیری وختونو کې له پنځوس زرو هم زیاتیږي)سره مستقیمه اړیکه لري.
خواړه چې هر نوعه وي خو پر اجسامو یې اغیزې جلا جلا وي او همدا لامل دی چې یو ډول خواړه به وي مګر د یوه کس به ورسره شل کیلو وزن کمیږي خو د بل به ورسره لس کیلو هم نه کمیږي. له همدې دا ثابیتږي چې کیسه ټوله د ویني ګروپ پورې تړلې ده ځکه د هر ګروپ لرونکي انسان د معدې انزایمونه د بل انسان د ویني ګروپ سره توپیر لري لکه 1AP یو ځانګړی انزایم دی چې د ویني په O او B ګروپونو کې پیدا کیږي، د دي انزایم په تغیر سره د هاضمي سیستم کې هم بدلون رامنځته کیږي او بلاخره د یوه انسان پر جسم چي کوم خواړه ښه اغیزه کوي همغه خواړه به ستا پر جسم سمه اغېزه نه کوي.
دلته د ویني د ګروپونو په اساس د غذاوو یو لیست درته لرو:
د ویني O ګروپ:
د دې ګروپ لرونکي کسانو په پلازما کې د A او B انټي باډیز پیدا کیږي، په دې اړه د څېړونکيو نظر دا دی چې د نورو په نسبت د دوی د هاضمي سیستم یو څه کمزوری دی او باید خپل غذايي رژیم ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د O ګروپ لرونکي باید له قوي پروټین لرونکیو خوراکونو څخه استفاده وکړي لکه: بې وازدې غوښه، تازه سبزي ، د ماهي او چرګو غوښه…
د O ګروپ لرونکي اشخاص د ژر نه هضمیدونکي غذاوو، لوبیا، دال ګلپي، شیدې، مستې او غنمو څخه باید په زیاته اندازه استفاده ونه کړي.
د ویني A ګروپ:
د دې ګروپ لرونکی اشخاصو سره کرویات د A انټی جینز او پلازما یې د B انتي باډیز لرونکې ده. دا ګروپ د نایابه ګروپونو څخه یو دی، د دې ګروپ لرونکي کسان د زړه، سرطان او بواسیرو په امراضو ژر اخته کیږي.
د دې ګروپ لرونکي اشخاص باید له تازه سبزیجاتو، له سره کړو غوښو او نورو خالصو غذاوو څخه زیاته استفاده وکړي. د دې ګروپ لرونکی اشخاص که یوګا او دې ورته ورزشونه وکړی نو د ښه صحت لپاره یې لا ګټور تمامیږي.
د ویني AB ګروپ:
د دې ګروپ لرونکي اشخاصو سره کرویات د A انټی جینز لري خو پلازما یې بیا هیڅ انټی باډیز نه لري په همدې خاطر د دې ګروپ لرونکي کسان له تازه سبزیو، وچو میوو او د پروټین لرونکیو غذاوو څخه باید په زیاته اندازه استفاده وکړي. کافي او نور ورته مشروباتو څخه دې په کمه کچه استفاده کوي.
د ویني B ګروپ:
د دې ګروپ لرونکی اشخاصو سره کرویات د B انټي جینز لرونکي دي او په پلازما کې يې د A انټي باډیز شتون لري. دا ګروپ هم د نایابه ګروپونو څخه دی. د دې ګروپ لرونکي کسان باید خپل غذايي رژیم کې هګۍ، غوښین خواړه، او تازه سبزیجات ور اضافه کړي او د غنم، کوچ، دال، رومیان او مومپلیو څخه باید په زیاته کچه ونکړي. او داسې ورزش باید وکړي چې د ذهني توزان په ساتلو کې مرستندویه وي لکه پلی مزل کول، د ټینس لوبه کول، بایسکل ځغلول او لامبو وهل وي.