د کوژدې په دوره کې، دا تېروتنې مه کوئ

 د کوژدې په دوره کې، دا تېروتنې مه کوئ

د کوژدې دوره، هغه خوږه دوره ده، چې وروسته له خواستګارۍ د نوې ژوند جوړولو لپاره لمړی پړاو دی. کیدای شي تاسو به واده وکړئ او د ژوند تر پایه به یوځای یاست. ښايي ستاسو په منځ کې ستونزي منځته راشي، تاسو د یته اړ کړي چي، لاره سره بېله کړئ. د کوژدی په دوره کې له احساساتو څخه لاس واخلئ، یوازي سترګي خلاصي کړئ، تر څو په راتلونکي کې یو ښه ژوند ولرئ، نو پام وکړئ چې دا تېروتنې د کوژدې په دوره کې ونه کړئ، موږ به دلته ورته اشاره وکړو:
کورنۍ محدودیتونه مه ږدئ!
هغه مور او پلار چې د کوژدې په وخت کې ډیر محدویتونه ږدي، د دي لامل کيږي چې، ښځه او مېړه دواړه په پوره توګه یو بل ونه پیژني. د دې لپاره چې د ځوانانو د پریکړي احترام وکړئ، ښکاره عمل کوئ. دا د کورنیو تر ټولو لویه تېروتنه ده چې ترسره کوي یې.
د کوژدي دوره د پیژندلو دوره ده، نه د متاهلۍ دوره؛ اجازه مه ورکوئ چې به دي دوره کې ستونزه منځته راشي، خپل تصمیم په خپله ونیسئ. که په دی کار کې تېروتنه وکړئ ستاسو د ټول عمر د ارامښت د له منځ وړلو سبب به شي. نه باید د چا له خاطره په شا ولاړ شئ.
د تېروتنو لیوالتیا څرګندول: انجونې او هلکان کاملا سره توپير لري، یو توپیر یې د لیوالتیا څرنګوالی دی. انجونې مهربانه زړه لري، خپله مینه او احساسات صادقانه ښيي، مګر هلکان بیا په ځورولو، شوخي او شیطانت باندې خپله لیوالتیا ښيي، چي دا د متاهلۍ په دوره کي د ستونزو سبب کیږی، دا کا باید ونشي. انجوني نه باید ډیري احساساتي او رومانتیکي اوسي، ځکه چې په ژوند کې له ستونزو سره مخ کیږې او هلکان نه باید خپله لیوالتیا په مسخرو او شیطانت ښکاره کړې. ځکه چې انجونۍ فکر کوي، هغه هلک هیڅ لیوالتیا ور سره نلري.
د عاداتو،اخلاق او چلند نه خوښول: ناسم اخلاق، لکه؛ مسخره، سپکاوی؛ باید مخکي له کوژدې له منځه یوسئ، ځکه چي دا مقابل لوري ته بې احترامي ګڼل کیږي، احترام ستاسو د ښه ژوند راز دی.
د مقابل لوري د بدلولو هڅه مکوئ!
که چیرې تاسو غواړې چي ستاسو مقابل لوری بدل کړئ، ډاډه اوسئ چې ښه راتلونکئ ستاسو په انتظار کي نه دی. د هغه خویونه، چلند او اخلاق د خپلي خوښي مطابق جوړ کړئ، داسي به هیڅکله ونشي، نو کوښښ وکړئ، و یې زغمئ او هغسي ځان ورسره عادت کړئ.
خپل د ژوند ملګري ته ځورونه مه ورکوئ:
که چیري تاسو ناراحته کیږئ، نو چیغې مه ووهئ او په ارامۍ سره ووایاست، هم به ژر ځواب تر لاسه کړئ او هم به چیغې نه وهئ.
په دې دوره کې، یو د بل د پیژندلو هڅه وکړئ!
که مو د کوژدي په دوره کې د خپل ژوند ملګری ښه ونه پیژندل، نو خامخا له ستونزو سره مخ کیږئ. په دې دوره کې د هغه په خویونو، عاداتو، اخلاقو، احساساتو، فکر او چلند ځان بلد کړئ، دا کار به ستاسو جوړجاړي او د راتلونکي ژوند ښه والي ته زمینه برابره کړي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *