هغه سیاره چې ژوند کول په کې ممکن ده، خو ډیره یخه ده

 هغه سیاره چې ژوند کول په کې ممکن ده، خو ډیره یخه ده

ستوري پیژندونکو له لمریز نظام څخه بهر یوه سیاره کشف کړي چې نوم یې GJ 357 d ایښودل شوی، د دوي په خبره چې په دې سیاره کې د ژوند کولو لپاره ټول امکانات برابر دې او ژوند کول په کې ممکن دې، خو د ډیري زیاتي یخنۍ له امله ښایي بیرته ممکن په ناممکن بدل شي.

دا سیاره له لمریز نظام څخه بهر موقیعت لري او د خپل ستوري په شاخوا کې څرخیږي چې د ستوري نوم یې (GJ 357) دی. د المان ګوتینګن پوهنتون چې په دې نړیوالو څیړنو کې برخه لري وایې چې د دې ستوري حجم له لمر څخه یو په دری کوچنی دی.

د دې څیړنو راپورونه په لمړي ځل په (نجوم او نجومي فزیک) مجله کې خپاره شوو. دا ستوری چې د پوهانو په نظر مونږ ته یو څه نږدي هم دی، خو بیا هم له ځمکي څخه ۳۱ نوري کاله فاصله لري، په داسي حال کې چې د شیدولار کهکشان په کوم کې چې زمونږ لمریز نظام هم موقیعت لري، ۱۰۰ زره نورې کاله اوږدوالی لري.

د دې تر څنګ دوه نوري سیاري هم کشف شوي، چې په اړه یې ستوري پیژندونکې وایې: ځیني داسي ځانګړتیاوي لري چې ښایي ژوند کول په کې امکان ولري.

ستوري پيژندونکې تل هڅه کوي چې داسي سیاره کشف کړي په کوم کې چې د ژوند کولو امکان وي، خو تر دې دمه داسي زیاتې سیاري کشف شوي، خو په اخر کې یې بیا داسي عوامل هم معلوم شي چې هغه د انسان له طبعت سره په ټکر کې وي او هلته ژوند کول بیرته ناممکن اعلان شي.

د دي سیاري په هکله هم دې وروستیو کې داسي ویل کیږي، چې ښایي د ډیري یخنۍ له امله هلته ژوند کول ناممکن وي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *