یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
ولې کائینات منځته راغلي؟
آيا نننى ساينس د ”ولې” پوښتنو ته ځواب وركولاى شي؟ د دې پوښتني د دقيق ځواب لپاره بايد لومړى د ”ولې” كلمه او د هغه د استعمال موارد وڅېړو. د ”ولې” لغت موږ عموما په ژبو كښي په دوو ډولونو استعمالوو.
په لومړي مورد كښي مو د ”ولې” څخه اصل مطلب د علت وي، مثلا: ولې مځكه كروي بڼه لري؟ ولې لمر ځليږي؟ ولې موسمونه مېنځ ته راځي؟ ولې وخت تېريږي؟ دغه ډول د ”ولې” پوښتني د ساينسي لحاظه معقولي او په زړه پوري پوښتني دي او گڼ شمېر ساينسپوهانو يې د سمو ځوابونو د موندلو لپاره بشپړ عمر زيار ايستلى، تر څو يو صحيح او دقيق تحليل يې وړاندي كړى دى. دوهم د ”ولې” د استعمال مورد د كوم كار د مرام يا هدف د موندلو په اړوند وي، مثلا: ولې دي زما د سلام ځواب رانكړ؟ ولې رانه ولاړې؟ ولې دي په سپينو جامو نيل ورنگاوه؟ په دغو درو سرو پوښتنو كښي د پوښتونكي موخه د ”ولې” څخه د پوښتېدونكي د عمل تر شا د هغه د مرام يا هدف پوهېدل دي.
كه څه هم موږ انسانانو د علمي لحاظه ارسطويي ټيليالوژي يا مرام-گلوي سلونو كلونه وړاندي غلطه ثابته كړې او شاته پرېښودلې ده، خو ژبو كښي مي تر اوسه د پخوانيو نادقيقو ارسطوييز باورونو اغېزې پاته دي. د دوهم ډول ”ولې” د استعمال اساسي خطر دا دى چي كېداى شي پر يوې فرضيې باندي بنا وي.
هغه دا چي پوښتونكى به تر گمان لاندي وي چي د ده د پوښتني د موضوع تر شا كوم هدف نغښتى دى، خو واقعيت به داسي نه وي. مثلا: ولې دې په چايو كښي بوره را وانه چول؟ پوښتېدونكى كيداى شي ځواب وركړي چي: وبخښه، هيره مي شول. يعني پوښتېدونكي د بورې د نه اچولو كوم هدف نه درلود، صرف حافظې يې كار ونه كړ. همدا شان د ”ولې كاينات مېنځ ته راغلي دي؟”، ”ولې موږ پيدا شوي يو؟” او”ولې مرو؟” د پوښتنو د لومړي ډول ”ولې” ځواب ساينس وركولاى شي، خو د دوهم ډول ”ولې” ځواب نه وركوي، ځكه دوهم ډول ولې يوه ټيليالوژيكي پوښتنه ده او د هدف يا مرام درلودلو تر فرضيې لاندي ده، لهذا د علمي لحاظه د ځواب لياقت نه لري. داسي ډېري پوښتني شته چي د فيزيكي واقعيت سره سمون نه خوري، لهذا علمي ځواب نه لري. د بېلگي په ډول: ”تلوسه كوم رنگ ده؟” د دې پوښتني ځواب صرف يو شاعر وركولاى شي.
درنښت
پسرلى