یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
لوی کهکشانونه خپل کوچني ګاونډیان خوري
تازه څېړنې ښيي چې په کائیناتو کې ځیني لوی کهکشانونه د دې وړتیا لري چې له خپلو ګاونډيو کوچنیو کهکشانونو څخه هغه ګازونه چې ستوري تشکیلوي، غلا کړي.
یو شمېر څېړونکي په دې باور دي چې د لویو کهکشانونو دا کار به د دې لامل شي، چې کوچني کهکشانونه له ودې وغورځوي، او دوی به لا پراخ شي.
په ځمکه کې هم هر ایکوسیستم د غذایي موادو یو ځنځیري شکل لري، چې په دې دوره کې لوی موجودات کوچني موجودات ښکاروي. دا سیستم ښایي د کائیناتو په لویو اجسامو کې هم موجود وي.
کائینات د په زړه پورې کهکشانونو کور دی، دلته بېلابېل ډول کهکشانونه له بېلابېلو اندازو سره موندل کېږي. د دغو کهکشانونو تر منځ بېلابېل تعملات شتون لري. له دې جملې څخه یو یې هم په دې ډول دی، چې کوچني کهکشانونه (سپوږمیز کهکشانونه) د لویو کهکشانونو په شاوخوا باندې څرخېږي. خو ستورپېژندونکي وايي چې په دې ډول باندې لوی کهکشانونه کوچني کهکشانونه په ډېر وخت سره ځان ته جذبوي.
نوې څېړنې دا هم ښيي چې زیاتره لوی کهکشانونه په ډېرې چټکۍ سره هغه مالیکولي ګازونه غلا کوي، کوم چې د کوچنیو کهکشانونو په وریځو کې شتون لري. دا ګازونه د نویو ستوریو د تشکیل لپاره ډېر اړین دي، کوم چې یو کهکشان د خپل موجودیت د دوام او ودې لپاره د هغو دوامداره شتون ته اړتیا لري.
څېړونکي وايي چې دا ګازونه به لمړی د لویو کهکشانونو څنډو ته داخل شي، او هلته به د ستورو نوي شکلونه تشکیل شي، چې په دې سره به لوی کهکشانونه نور هم پراخ شي.
کوچني کهکشانونه چې د سپوږمیزو کهکشانونو په نوم هم یادېږي، له خپل جوړښت وروسته څو میلیارده کلونه وروسته د ګاونډیو لویو کهکشانونو له لوري ځانته کشول کېږي، بیا یې د سپوږمۍ په څېر په خپل شاوخوا کې څرخوي او د ډېر وخت په تېرېدو سره ستوري تشکیلوونکي ګازونه ترې غلا کوي، او په دې ډول یې وژني.
دا په داسې حال کې ده چې د انشټاین د عام نسبیت تیوري له مخې ویل کېږي، چې کائینات د پراخېدو په حال کې دي او کهکشانونو له یو بل نه په ډېري چټکۍ سره لرې کېږي. خو د ځینو کهکشانونو قوي د جاذبې قوه بیا د دې لامل کېږي چې بل کهکشان ځانته کش کړي، چې بیلګه یې شیدو لار او انډرومېډا کهکشانونه ورکولای شو. زمونږ شیدو لار کهکشان او زمونږ کاونډی انډرومېډا کهکشان په ډېري چټکۍ سره یو بل ته د نږدې کېدو په حال کې دي، د څېړونکو د وړاندویني له مخې، چې تقریباً شپږنیم میلیارده کلونه وروسته به له یو بل سره ټکر وکړي او یو لوی کهکشان به تشکیل کړي.
دغه معلومات په (MNRAS) په مجله کې خپاره شوي دي.