د ستورمزلي مینوالو لپاره ښه خبر

 د ستورمزلي مینوالو لپاره ښه خبر

د اروپا فضایي څېړنو اداره له یولس کلونو وروسته یو ځل بیا غواړي چې نوي ستورمزلي وګماري، دوی غواړي چې مسلکي کسان ورته خپل غوښتنلیکونه وسپاري. دې ادارې دغه خبر تېره اوونۍ نشر کړی او ویلي یې دي چې د مارچ میاشتي له ۳۱مې نېټې به نوم لیکنه پیل شي، همدارنګه دې ادارې زیاته کړې چې دا ځل به د ښځو ونډه زیاته وي.

د اروپا فضایي ادارې مشر (یان وارنر) وایي چې دا ځل باید د تېر په پرتله ښې لاسته راوړنې ولرو، نو له همدې امله باید زیات زیار هم وباسو، هغه زیاته کړه چې دا د ګمارنې لمړی ګام دی، او زه هیله لرم چې مونږ به خپل کشفیات زیات کړو او له خپلو نړیوالو شریکانو سره به یې شریک کړو.

د ګمارنې دغه پروسه به د روانې مارچ میاشتې له ۳۱مې نېټې پیل شي او ویل کېږي چې مینه وال تر اتو اوونیو پورې وخت لري چې نوملیکنه وکړي. او بیا به له شپږو مرحلو وروسته ستورمزلي ټاکل کېږي.

د هوايي څېړونکو د انتخاب او زده کړې مرحله به د ۲۰۲۲م کال تر اکتوبر میاشتي پورې بشپړ شي.

له فضانوردۍ سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هغه وخت د ځوانانو علاق زیاته شوه، کله چې لمړني انسان د سپوږمۍ په سطحه قدم کېښود. دغه په زړه پورې علمي برخه اوس په نړۍ کې په سلهاوو میلیونه ځوان مینوال لري. دا برخه ډېره په چټکۍ سره په مخ روانه ده، او ښایي یوه ورځ د سیارو تر منځ سفر ممکن شي، بیا به په میلیونونه انسانان د دې وړتیا لري چې په نامحدوده لویه فضاء کې چکر ووهي او یا څېړنې وکړي.

افغانستان کې هم په زیاته اندازه ځوانان له فضانوردۍ سره علاقه لري، خو له بده مرغه مونږ داسې قوي څېړنځای یا زده کړنځای نه لرو چې په مسلکي ډول ستورمزلي وروزي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *