یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
له ناپېژانده سیارې نه ځمکې ته سیګنالونه راځي، دا څوک رالېږي؟

تېر کال د څېړونکو یوې ډلې د ځمکې په شاوخوا کې ناپېژنده راډیويي سیګنالونه کشف کړل، کله یې چې د دې سیګنالونو په هلکه څېړنې وکړې، نو معلومه شوه چې دا سیګنالونه لمر ته له تر ټولو نږدې ستوري پرکسیما قنطورس نه ځمکې ته رالېږل شوي دي.
دا سیګنالونه لمړی ځل د ۲۰۱۹م کال په اپریل او مۍ میاشتو کې پیدا شوو، او د څېړونکو پام یې ځانته واړاو.
اسټرالیایي څېړنډله وایي چې دغه سیګنالو له څه مودې راهیسي څو ځله ځمکې ته راغلي دي او لا تر اوسه معلومه نده چې دغه سیګنالونه چا، څه ډول او ولې رالېږلي دي.
پرکیسما قنطورس ستوری په شیدو لار کهکشان کې لمر ته تر ټولو نږدې ستوری دی، چې دوه ځمکې ته ورته سیارې پرې راڅرخېږي. دا ستوری له لمر څخه ۴،۲ نوري کاله فاصله لري.
څېړونکې زیاتوي چې دا لمړی ځل ندی چې ځمکې ته ناپېژانده سیګنالونه راځي، له دې وړاندې هم څو ځله داسې سیګنالونه راغلي دي، خو دا لمړی ځل دی چې د یوه بهرني سیګنال فریکونسي پېژندل کېږي. څېړونکې وایي چې د دې سیګنال فریکونسي (۹۸۳) میګاهرټزه ده.
د راډیویي سیګنالونو کشفول د عامو خلکو تر څنګ د څېړونکو لپاره هم یوه جالبه او حیرانوونکي موضوع ده، او دا ډول پېښې په فضاء کې د نورو هوښیارو ژوندیو موجوداتو د شتون امکان لوړوي. خو داسې هم نده چې دا سیګنالونه به هرومرو د ژوندیو موجوداتو له لوري رالېږل شوي وي، ځکه امکان لري چې دا ستوری یا سیارې په فضاء کې د سیګنال خپرولو ځانګړتیا ولري.
یانې له زیاتو څېړنو سره سره بیا هم نده په ډاګه شوې چې دغه سیګنالونه څه ډول تر ځمکې رارسېږي.
راډیویي سیګنالونه له مونږ سره مرسته کوي تر څو د نورو سیارو په هلکه څېړنې وکړو، یا هم هلته روبوټونه یا فضایي تلسکوپونه ولېږو او کنټرول یې کړو. انسانان هم له زیاتې مودې راهیسي فضاء ته سیګنالونه لېږي، خو مشهور بریتانوي فزیک پوه سټیفن هاوکېنګ بیا له دې کاره وېره درلوده، هغه به ویل چې که مونږ په فضاء کې راډیویي سیګنالونه خپاره کړو، نو نور ژوندي موجودات په اسانۍ سره کولای شي مونږ پیدا کړي، او ښايي هغوی سوله غوښتونکي نه وي او زمونږ د له منځه وړلو لپاره ځمکې ته راپسي راشي.