یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
جاوید امیرخېل دوهمه کوژده وکړه، خو د نغمې لور یې ونکړه

د هېواد وتلي سندرغاړې جاوید امرخیل دوهمه کوژده وکړه، نوموړي دوهمه کوژده له یوي ډاکټرې سره کړي، چې اوس مهال په خوست ولایت کې اوسي. له دې وړاندي داسي خبرونه خپاره شوي وه، چې نغمه غواړي خپله دوهمه لور جاوید امرخیل ته ورکړي.
له هغه وروسته جاوید امرخیل دوهمه کوژده وکړه، خو ویل کیږي، چې نوموړي د نغمي له لور سره د واړه وړاندیز رد کړ. جاوید امرخیل د خپلي دوهمې کوژدي له امله د خلکو او خپلو مینوالو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. په ټولنیزو رسنیو کې په نوموړي ډېري نیوکي شوي، چې ګواکې په خپله لمړۍ میرمن یې بله میرمن وکړه او دا له خپلي لمړۍ میرمني سره ناځواني یا هم نامردي بلل کیږي. خو جاوید امرخیل بیا پخپله فیسبوک پاڼه له ټولو هغو کسانو مننه کړې، چې نوموړي ته یې د کوژدي مبارکې ورکړي. د هغه ترڅنګ یې ویلي چې د خپلي نوي کوژدي په مبارکې کې به نوي ټپي خپرې کړي.