یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
استرالیایي شپون، د الوتکي په واسطه مېږې پیایې

اسټرالیا د نورو هیوادونو په پرتله لا ښې زراعتي سیمې لري، او له دې امله چې اوبو ته نږدې ده، نو بارانونه هم په کې زیات کېږي، او له همدې امله یې کروندې ښه حاصلات لري.
د هغه تر څنګ د مالداري لپاره هم ښې سیمې لري، او زیات کسان یې په مالدارۍ بوخت دي. داسې کسان هم شته، چې زیات څاروي لري، او د دغو څاروي حاصلات له استرالیا بهر نورو هیوادونو ته هم صادروي.
د دې تر څنګ د آستراليا مرکزي او شمالي سيمو کې ځينې کروندګر د کابل ټول ښار په اندازه سترې کروندې لري چې زرګونه څاروي يې پکې څري، د دغو څارويو شپون يوه وړه چورلکه لري چې په مرسته يې څاروي له هوا څخه څروي، کنټرولوي او غوجلې ته راټولوي. د آسټراليايي پسه او سخوندر غوښه آن په آلمان کې لا تر نورو غوښو ارزانه ده.