طنز- موږ څنګه انقلاب وکړ؟ ( دوهمه برخه)

 طنز- موږ څنګه انقلاب وکړ؟ ( دوهمه برخه)


لیکنه: عزیز نسین

ژباړه: عصمت تره کی

د انقلاب ترسره کولو لپاره د امریکايي چارواکو نظر مهم و. په دې پوهیدو که د امریکا يې چارواکو نظرونه مثبت نه وي نو زموږ زحمت ګټه نه کوي. نو تر هر څه لمړی مو هئیت انتخاب کړ، تر څو د امریکا له سفیر سره وویني او د هغوۍ موافقه واخلي!

زه هم د دې څلور نفري هئیت غړی وم. انګلیسي مي ښه زده وه، نو ځکه ملګرو خپل ویاند وټاکلم. اوس نو زه باید د هئیت په نماینده ګي له سفیر سره خبري وکړم.

کله چي د امریکا سفارت ته ننوتلو، ومو لیدل چي پنځه شپږ نفره نور هم د انقلاب په فکر کې ډوب دي. سفیر زموږ هر کلی وکړ. ما خبري پيل کړي، مقدمه مي ښه وویله خو کله چي مي وغوښتل اصل مطلب باندي وغږیږم، په انګلیسي ژبه د انقلاب نوم را څخه هېر سو!

سفیر زما خولي ته کتل، غوښتل وپوهیږي چي زموږ د ملاقات هدف څه شی دی. خو زه په خپل مغز کې سرګردانه د انقلاب په انګلسي نوم پسي ګرځيدم! هر څومره چي مي زور ووهل یاد ته مي رانغلل له ملګرو مي وپوښتل، خو هغوۍ د انګلیسي په الفباء باندي هم بلد نه و.  خپل لاس ته مي په هوا کې ټکان ورکړل او د سترګو  او باڼو په اشاره مي وغوښتل سفیر پوه کړم، چي موږ نن شپه انقلاب کوو. خو سفیر اول موضوع باندي پوه نسو. زیات راباندي غوسه شو. په ډیر زور مو وپوهول سي غلط مطلب نلرو او بلاخره مو پوه کړ، چي موږ انقلابیان یو او نظر مو ځیني وغوښتل!

سفیر وویل: که بریالي سوی، موږ ستاسو ملاتړ کوو. که مو ماتي وخوړه موږ د اوسني حکومت ملاتړ کوو. کله چي مو خبري خلاصي سوي نو له سفارته راووتلو، خپل کارونه مو پیل کړو. زموږ ډله بغیر له دې چي له کوم مقاومت سر مخ سو، رادیو مو ونیوله. موږ باید د رادیو له نیولو وروسته د انقلاب دخپرولو اعلان ته آماده ګي نیولي وای. خو تر اوسه لا له ملګرو خبر نه و، چي هغوۍ خپل کارونه کوم ځای ته رسولي و. لس دقیقي، نیم ساعت، یو ساعت بلاخره دوه ساعته وسول چي له ملګرو خبر نسته.

اندیښمن سوم، ملګري سرهنګ ته مي وویل:

فکر کوم زموږ ملګري نیول شوي او اوس دولت په موږ پسي ګرځي.

سرهنګ لړزي نیولی و، ځواب يې راکړ: 

که دولتي ځواکونه راسي او له موږ پوښتنه وکړي، چي دلته څه کوئ، څه ځواب به ورکوو؟

ــ سم وایاست ښاغلیه، موږ د دې مشکل په اړه هیڅ فکر ندی کړی. خو ماته یوه لار معلومه ده.

سرهنګ: کومه لار؟

ــ که څوک راغلل په سندرو ویلو او رقص کولو پيل کوو.

سرهنګ له ډیري غوسي وخندل

ــ مګر زه بلد یم، که څوک راغی باید موزیک شروع کړو.

په اتاقونو وګرځیدو، څو آلي مو پيدا کړي، ظاهراً د موسیقي آلو ته ورته وي. سرتیرو ته مو د موزیک غږولو لپاره ورکړي.

ادامه لري…

تېره برخه:

لمړۍ برخه

راتلونکې برخه:

درېیمه برخه

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *