مایکروسافټ سکایپ ته په زړه پورې ځانګړتیا ور اضافه کړې

 مایکروسافټ سکایپ ته په زړه پورې ځانګړتیا ور اضافه کړې

د کورونا له خپرېدو وروسته زیاتره کمپنۍ په دې لټه کې شوې، چې د انلاین ټولګیو لپاره یو سیستم رامنځته کړي، د همدې لپاره ګوګل خپل ګوګل کلاسروم فعال کړ، مایکروسافټ کمپنۍ هم په سکایپ کې د انلاین ټولګي لپاره په زړه پورې ځانګړتیاوې اضافه کړې.

د دوی د دغو ځانګړتیاوو څخه یوه یې هم دا ده چې تاسو کولای شئ په سکایپ کې خپل ټول هم ټولګیوال راټول کړئ، او شکل یې ټولګي ته ورته کړئ، یانې داسې به معلومېږي لکه تاسو چې په ټولګي کې د میزونو تر شا ناست یاست.

سکایپ له دې وړاندې د دې وړتیا درلوده چې ستاسو بکګراونډ بلر (خپ) کړي، خو اوس دا هم کولای شي چې ستاسو بکګراونډ له منځه یوسي او د هغه په ځای ستاسو شاته یو ټولګی راولي.

د دې تر څنګ د کورونا په دوران کې زوم هم په دې اپلیکېشن کې ډېري په زړه پورې ځانګړتیاوې اضافه کړې.

فیسبوک کمپنۍ په خپل فیسبوک مسینجر او وټساپ اپلیکېشنونو کې په یو وخت کې د زیاتو کسانو تر منځ د ویډیو کال کول اضافه کړ، خو په وټساپ باندې ځیني نیوکې دا وي چې د ویډیوکال په وخت کې یې امنیت قوي ندی.

د کورونا د خپرېدو په وخت کې زیاترو پوهنتونونو آنلاین زده کړې پیل کړې، چې زیاترو یې له زوم او ګوګل میټ څخه ګټه اخیستله.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *