یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
امریکایي ځوانانو د انسان د مغزو په وسیله کنترولیدونکی کمپیوټر جوړ کړی
لیکنه: شریفه تره کي
ښایي ساینسي تخیل غوندي ښکاره شي، خو حقیقت دا دی چې د تکنالوژۍ د یو شمیر اغوستل کیدونکو وسیلو په مټ کاروونکې کولای شي کمپیوټر او نورې وسیلي په خپل فکر سره کنترول کړي. چې دا آسانتیاوې مشتریانو او بیلابېلو سوداګریو ته د پام وړ ګټې رسوي.
دوه امریکایي ځوانانو د ۹۰۰ ډالرو په ارزښت یوه اغوستل کیدونکي وسیله جوړه کړي چې د مغزو سګنالونه کشف او پروسیس کوي او فکر په عمل بدلوي.
د دې آلې جوړونکی اې جي کیلر وایې: په دې وسیله کې ۸ سنسرونه موجود دې چې له مغزو څخه په یوه ثانیه کې ۲۵۰ ځله تصویر اخلي، دا ټول اخیستل کیدونکې تصویرونه په خپله په وسیله کې پروسیس کیږي.
دا اله چې نوم یې نوشن ایښودل شوی دی، د مغز کمپیوټر لقب ورکولای شو.
نوشن وسیله لمړۍ اتوماته وسیله ده چې د محاسبي پوره قدرت لري، او په دې توګه د دې وړتیا لري چې له بلي وسیلي سره که هغه کوم بل کمپیوټر او یا بله داسي وسیله وي تعمل وکړي.
اې جي کیلر په خپلو خبرو کې زیاتوي: هر هغه څه چې یو عادی کمپیوټر یې کنترولوي، د نوشن کمپیوټر یې هم کنترولولای شي.
د دې کمپیوټر د کارولو لپاره باید ځیني موارد زده کړل شي، او همدارنګه دا کمپیوټر پوره تمرکز ته اړتیا لري، تر څو ستاسو له مغزو څخه سګنالونه کشف، پروسیس او له هغه وروسته په عمل بدل کړي.
دا تر دې مهاله لمړۍ اله ده چې له مغزو څخه د سګنالونو کشفولو، پروسیس کولو او په عمل بدلولو وړتیا لري.
همدارنګه دا اله کولای شي کاروونکو ته د تمرکز په لحاظ نمرې ورکړي، هغه کسان چې ښه تمرکز یې کړی وي، نو نمري او د کار سرعت به یې هم پورته وي.