یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
بریتانیا د یوازیتوب وزارت هم لري، نور دلته ولولئ
له ټولني ګوښه کېدل په اروپا کې په لویه ستونزه بدله شوي، ډېری کسان هڅه کوي تر څو یوازي واوسي او له ټولنې څخه ځان ګوښه کوي. د بریتانیا ۹ میلیونه خلک یا یوازي اوسي او یا هم د یوازیتوب احساس کوي.
یوازیتوب د اوسني عصر تر ټولو تریخ حقیقت دی، چې له بده مرغه ورځ تر بلي دا ستونزه پسي ډېریږي، خو تر اوسه پوري بریتانیا لمړنی هېواد دی چې دې ستونزو د پلټني لپاره یې خانګړی وزارت رامنځته کړی.
د دې وزارت دنده داده چې د یوازیتوب او له ټولنې د ګوښه کېدو د ستونزې لاملونه او حل لارې وپلټي. په بریتانیا کې د یوازیتوب وزارت په ۲۰۱۸ زیږدیز کال د جنوري په میاشت کې د د یاد هېواد لمړۍ وزیري له لوري رامنځته شوی دی.
د بریتانیا لمړۍ وزیري ویلي، یوازیتوب او له ټولنې ګوښه کېدل له بدمرغه د دې عصر تر ټولو خفه کوونکی حقیقت دی. چې د یوازیتوب وزارت به هڅه وکړي، تر څو یې لاملونه او حل لارې پيدا او د دې ستونزې د ډېریدو مخه ونیسي.