تر ټولو ګړندی درې ټایر لرونکی برښنایي موټر تولید شو

 تر ټولو ګړندی درې ټایر لرونکی برښنایي موټر تولید شو

د انګجټ ورځپاڼه لیکي، د دیماکا کاناډايي شرکت، درې ټایره برښنايي موټر د اسپریتوس په نوم تولید کړی دی. دا موټر دوه څوکۍ لري او دوۍ هیله مند دې چې، ۵۰ زره د تولید سپارښتنې به تر لاسه کړي.

دا موټر د انرژي د تر لاسه کولو او چارج کولو لپاره ځانګړي شمسي سیستم لري او همدارنګه یو ځانګړی بې سیم چارجر لري. نوموړي موټر په یو ځل چارجولو سره کولای شي، ۴۸۰ کیلومتره سفر وکړي. د دې موټر بیه ۲۰۰ زره ډالره ده، البته کېدای شي له دې نه یو ماډل ښکته جوړ کړي چې بیه به یې ارزانه وي. دا موټران به په یو ځل چارجولو سره ۳۰۰ کیلومتره سفر کولای شي.

ممکن د دې موټرانو د تولید لړۍ په ۲۰۲۳ کال کي پیل شي. د دې شرکت جوړونکي په دې لټه کې دي چې، نور برقی موټرونه او همدارنګه د عادي کارونې لپاره برقی بایسکلونه تولید کړي، او دې شرکت خبر ورکړی چې، پلان لري یو برقي موټر چې د الوتنې ځواک ولري، تولید کړي

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *