یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
د ټرمپ په اړه یوه دقیقه ای ویډیو په شپږ نیم میلیونه ډالر وپلورل شوه
د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر میاشت کې پابلو رودزیګوز د امریکا په فلوریدا ایالت کې د یو هنري ویډیوي اثر په جوړولو باندې ۶۷زره امریکایي ډالر مصرف کړل او وړیا یې په انټرنیټ کې خپره کړه، خو تېره اوونۍ بیا دغه ویډیو په ۶.۶ میلیونه ډالر وپلورل شوه. د دې ویډیو اصلي نوم مایک وینکلیمن دی.
دا وېډیو د بلاک چین ټکنالوژي له لوري جوړه شوې ده. بلاک چین ټکنالوژيکي شرکت د کورونا ویروس له خپرېدو وروسته زیات شهرت وموند، او د شهرت موندلو لامل یې همداسې په زړه پوري محتویاتو جوړول وو.
دا ویډیو د کمپیوټر په وسیله جوړه شوې ده، چې په کې د امریکا مخکنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښودل کېږي چې په ځمکه پروت دی او په ټول بدن یې شعارونه لیکل شوي دي.
په دې وروستیو کې په کمپیوټر جوړي شویو ویډیوګانو ته په نړیواله کچه زیات ارزښت ورکول کېږي، نه یوازې دا چې په لوړه بیه پلورل کېږي بلکې سترې سترې جایزې هم ګټي.
د یوې ویډیو د جوړولو لپاره د همغې محتوا او هدف تر هر څه زیات مهم دی، که په ویډیو کې لویه موضوع ښه تشریح شوې وي نو خلک او لویي کمپنۍ ورته زیات ارزښت ورکوي.