هغه میلیونره چې ګدایي یې کوله، په مراکش کې ونیول شوه

 هغه میلیونره چې ګدایي یې کوله، په مراکش کې ونیول شوه

د مراکش پولیس وایي هغه میلیونره ښځه چې ګدایي یې کوله د دې هیواد په تکدي ښار کې نیولې ده. دا میلیونره په ټولنیزو رسنیو کې د ګدایي ګري میلیونرې په نوم مشهوره وه، چې تر خپل کارځای پورې به په یوه ډېر لوکس او لوړ ماډل لرونکي موټر کې تله. او ویل کېږي چې د دې تر څنګ د قیمتي اپارتمانونو څښتنه هم وه.

نوموړې له خپلې مور او اولادونو سره په یوه لوکس آپارتمان کې ژوند کول، او د سیمې اوسېدونکې وایي چې هغې به له ګدایي کولو وروسته لوکس کالي اغوستل، خو کله به چې ګدایي ته تله بیا به یې زاړه کالي اغوستي وو.

د میلیونرو ګدایګرانو په اړه هغه وخت اندېښنې زیاتې شوې، کله چې دغه ښځه په ټولنیزو رسنیو کې د میلیونرې ګدایي ګرې په نوم مشهوره شوه.

د مراکش خلکو هم ورباندې د میلیونرې ګدایي ګري نوم کېښود. خو د ښو پلټنو لپاره خبریالان د دوی کور ته ورغلل او د هغوی له ګاونډیانو نه یې د دې ښځې په هکله وپوښتل؛ ګاونډیانو هم ویل چې مونږ له څه مودې راهیسي پرې شکمن و، خو باور مو نه درلود چې یوه سرمایه لرونکې ښځه دي ګدایي وکړي.

له هغه وروسته دغه ښځه د پولیسو له لوري ونیول شوه، او محکمې ته یووړل شوه.

دا لمړی ځل ندی چې داسې پېښه تر سره کېږي، له دې وړاندې هم په بېلابېلو هیوادونو کې داسې ګدایګران پېژندل شوي چې زیاتې پیسې لري، خو بیا هم ګدایي کوي. زیاتره خلک په دې باور دي چې دا یو عادت دی، کله چې یو کس پرې عادت شي، بیا به یې حتمن ترسره کوي. خو یو شمېر خلک بیا وایي چې دوی ټولې پیسې له همدې لاري پیدا کړي دي، او خپل کاروبار ته په همدې ډول دوام ورکوي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *