یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
افغانه مریم منصف، د کاناډا د حکومت تر ټولو ځوانه وزیره؛ څوک ده؟
د مریم منصف مور او پلار هزاره توکمه افغانان دي. دوۍ څلور لسیږي وړاندي په افغانستان کې د روانو ناخوالو له امله ایران ته کډوال شوي. مریم منصف هم په کال ۱۹۸۲ م کال کې د مشهد په یو روغتون کې زیږیدلي. اغلي مریم منصف په د افغانستان د هرات په ولایت کې هم څه وخت تیر کړی او وروسته کاناډا ته کډواله شوي.
هلته یې د هغه هېواد د تابعیت له اخیستلو وروسته سیاست ته مخه کړي. نوموړې په کاناډا کې مخکښه او ځوانه سیاستواله بلل کیږي. له ۲۰۱۷ م کال راهیسي د کاناډا د حکومت د ښځو او جنسیتي برابرۍ وزیره ګمارل شوي. له دې وړاندي یې هم په مهمو دولتي څوکیو دنده ترسره کړي. نوموړې د کاناډا د لیبرال سیاسي ګوند غړي ده، چې په دې ګوند کې هم ښه ځلیدلي. اغلي مریم منصف په ۳۰ کلنۍ کې د ښځو او جنسیتي برابرۍ وزیرې په توګه دنده پیل کړي. د کاناډا د اوسني حکومت په کابینه کې تر ټولو ځوانه وزیره یادیږي او د هغه تر څنګ په دې هېواد کې لمړنۍ افغان اصله میرمن ده چې، دومره لوړ دولتي موقف ته رسیدلي ده.
نوموړي په ۲۰۱۵ م کال کې د کاناډا هېواد د عوامو په شورای کې د کوارتا، انتاریو او پیتبورو استازي هم ټاکل شوي او له د وړاندي یو خل دپیتبورو ښار ښاروالۍ ته هم نومانده شوي ده. اغلي مریم منصف، په کال ۲۰۱۴ م کې د افغانستان په حکومت کې د کار کولو په موخه دې هېواد ته راوبلل شوه، مګر نوموړي د خراب امنیتي وضعیت له امله په افغانستان کې کار کولو ته زړه ښه نکړ.
د افغانستان د حکومت دې بلنې ته یې منفي ځواب ورکړ او په کاناډا کې یې خپلو سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو ته دوام ورکړ. د اغلي مریم منصف کورنۍ په ۱۹۹۶ م کال کې د هرات له ولایت څخه د پاکستان، ایران او اردن له لارې د کاناډا هېواد ته کډوال شوي او هلته یې تابعیت تر لاسه کړی دی. اغلي مریم منصف د چاپيریال پيژندني او روان پيژندنې په برخه کې د لیسانس تر کچې زده کړي کړي او له هغه وروسته یې په یاد هېواد کې دولتي دندو ته مخه کړي.