یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
مریلین مونرو: زه که د بوجۍ کالي هم واغوندم، ښایسته ښکارم
په امریکايي هېوادونو کې یوه مشهوره خبره ده، چې ښایسته ښځینه که بوجۍ هم واغوندي، ښه ورسره ښکاري. د همدې خبري د ثبوت په موخه په ۱۹۵۱م کال کې یوه کولمبیایي شرکت د مریلین مونرو (امریکایي فلمي ستورې) لپاره د کچالو له بوجۍ څخه کالي وګنډل.
دوی وویل چې له دې کار نه یې موخه دا وه، تر څو ثبوت کړي چې له ښایسته ښځینه سره هر ډول کالي ښایسته ښکاري، حتا هغه چې د کچالو له بوجۍ څخه جوړ شوي وي.
همدا کالي مریلین مونرو واغوستل او په یوه لوی محفل کې یې نندارې ته وړاندې کړل.
په نړۍ کې زیاتره خلک په دې باور دي، چې یو انسان په کالیو، کریمو، ارایشو او… نه ښایسته کېږي، بلکې د یوه انسان څېره هغه ده، چې طبیعي جوړه شوې وي. خو زیاتره کسان بیا ښایست په څېرې پورې محدود نه بولي، بلکې د یوه انسان هوښیارتیا، پوهه او ښه اخلاق د ښایست مهمه برخه بولي.