د الو نهه ګټې

 د الو نهه ګټې
  1. هضمي اخطلالاتو درملنه کوي: د الو په جوړښت کې یو ډول ایساتین او سوربیتول موجود دي چې کولای شي هضمي سیستم تنظیم کړي او قبض له منځه یوسي.
  2. الو د ویټامین سي غوره سرچینه ده: په الو کې موجود ویټامین سي کولای شي چې بدن د انتاني ناروغیو په مقابل کې تقویه کړي او له التهاب او ازادو راډیکالونو سره مقابله وکړي.
  3. د زړه روغتیا او شریانونو ته وده ورکوي: الو د زړه له روغتیا سره مرسته کوي، دا مېوه انټي اکسیډونه لري چې مونږ د ازاد راډیکالونو له شره خلاصوي. اکسیډاسیون کلسټرول د ویني رګونو لپاره خطرناک دي او ممکن چې د زړه ناروغۍ لامل شي، خو په الو کې موجود ویټامین سي کولای شي دغه ستونزې حل کړي. او شکر ناروغانو لپاره هم زیاته ګټه لري.
  4. له سرطان سره مبارزه کوي: د څېړنو په اساس، الو کولای شي چې د ځیني سرطانونو په وړاندې ګټور اووسي، چې له هغې جملې څخه د سینې سرطان، کولمو سرطان او تنفسي لارو سرطان یادوونه کولای شو. دا مېوه د سینې خراب سلولونه له منځه وړي په داسې حال کې چې روغو سلولونو ته هیڅه زیان نه رسوي.
  5. کلسترول په متوسط ډول ساتي: الو پوتاشیم لري او پوتاشیم د بدن د سلولونو او معایاتو لپاره مهم عنصر دی، چې د ویني فشار او د زړه ضربان کنټرولوي، او نه پرېږدي چې وینه ټوټه شي. همدارنګه پوتاشیم کولای شي د ویني له لوړ فشار، د زړه سکته او کرونایي ناروغیو څخه مخنیوی وکړي.
  6. په سترګو کې د ژېړي لکو له لمنځه تللو څخه مخنیوی کوي: ژېړي لکې یا ماکولا د سترګو د شبکې یوه مهمه برخه ده، چې د واضح نور لیدلو لامل کېږي. ژېړي لکې د لیدلو لپاره خورا مهمې دي. الو کولای شي چې د ژېړي لکو د له منځه تللو مخنیوی وکړي.
  7. د ویني جریان ښه کوي: الو او الوبخارا بدن دې ته اماده کوي چې ډېره اوسپنه جذب کړي، ځکه چې دا مېوه ډېر ويټامین سي لري او د ويټامین سي زیاتوالی د اوسپني د ښه جذب لامل کېږي، اوسپنه د ویني حرکتونه قوي کوي او بدن له کم خونۍ څخه ساتي.
  8. 8.      د وزن په کمولو کې مرسته کوي: الو له بدن څخه زهرجن مواد لرې کوي، د قبضیت مخنیوی کوي او په طبیعي ډول وزن راکموي.
  9. د شکر له خطرناکې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره الو وخورئ: الو په بدن کې د ګلوکوز کچه منظموي او په خوراک کې د ویني د انسولین کچه تنظیم کوي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *