یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
هډوکې مو په دې ډول قوي کړئ

څومره چې عمر زیاتېږي، په همغه اندازه هډوکي هم کمزوري کېږي. نو مونږ باید په ځوانۍ کې لا د هډوکو د قوت په اړه فکر وکړو، ځکه کله چې هډوکي ضعیف شي، بیا ځلي قوي کول یې سخت کار دی.
د هډوکو د قوي کولو لپاره یوه تر ټولو غوره لار هم فزیکي کارونه دي، خو هغه خلک چې فزیکي کار نه کوي، نو کولای شي په نورو لارو چارو سره خپل هډوکي قوي کړي.
د هډوکو د قوي کولو لپاره، هغوی اړتیا لري چې په ورځني ډول باندې له ۱۲۰۰ نه تر ۱۰۰۰ملي ګرامو پورې کلسیم مصرف کړي، نو د کلسیم د جذبولو لپاره له لبنیاتو او شنو پاڼو لرونکو بوټو څخه ګټه واخلئ.
دا چې بدن د کلسیم لپاره ویټامین ډي ته هم اړتیا لري، نو تاسو باید ویټامین ډي هم زیاته جذب کړئ، چې د ویټامین ډي د جذبولو لپاره تر ټولو غوره لار، لمر ته کښېناستل دي.
د سګریټو او داسې نورو الکولي موادو له څکولو څخه ډډه وکړئ.
په ورځني ډول باندې ورزش وکړئ.
هغه څښاک چې ګاز لري، له څښلو یې ډډه وکړئ، لکه نوشابه
د هډوکو د تقویې لپاره د کلسیم او ویټامین ډي تر څنګ باید نور ویټامینونه هم واخلئ، لکه پوتاشیم، مګنیزیم، ویټامین بي۱۲ او ويټامین کې…