Month: اپریل 2021

تاريكه ماده څه شى ده؟

د تيرې ”دايروي حركت” په ښوونې كښې مو څرگند كړل چې دايروي حركت د يو متحرك جسم د مداوم مستقيم ټنجېنټي سرعت په وړاندې د مداوم مركزجذبه تعجيل يا كش د توازن په ترځ كښې رامېنځ ته كيږي او په پاى كښې مو د مركز جاذبه قوې او دوراني حركت لاندنى اساسي فورمول راوييست: F […]نور ولوله...

فضایي موجودات چېرته دي؟ ایا مونږ څاري؟

له ډېرې زیاتې مودې راهیسي انسانان په فضاء کې په نورو ژوندیو موجوداتو پسې ګرځي. لمړی به دا پوښتنه ځواب کړو، چې اصلاً فضايي ژوندي موجودات یا Alien وایي څه شي ته؟ فضايي ژوندی موجود هر هغه ژوندي موجود ته وایي چې د ځمکې له اتموسفیر بهر پیدا شوی وي، او ژوند کوي. فرق نه […]نور ولوله...

د ساکښو د رغښت تیوري په اړه خاطرې

هارون سمون په انځور کې ۴۲ کلن سړی یوژن هووان نومېږي، د چین دی، په ټوله نړۍ کې پر ډېر ویښته لروونکي شخص مشهور دی.د دغه سړي بدن ۹۶ سلنه برخه ویښتان لري، مانا یوازې ۴ سلنه لوڅ حسابېږي. د یوویشتمې پېړۍ یو عجیب انسان دی، نوم یې په ګوګل او یوټیوب کې ولیکئ، په […]نور ولوله...

د بيالوژيكي تكامل (ارتقا) د تيورۍ په اړوند لس عامې

#لومړۍ_ناپوهي: تكامل صرف يو نظر دى. تصحېح: په ساينس كښي نظريې دوه ډوله وي: ١) هايپوتيسيس او ٢) تيوري. هايپوتيسيس د يوې نظريې ابتدايي وړانديځي شانته پړاو ته ويل كيږي چي نه يې هغه وخت ثبوت تر لاسه شوى وي او نه يې هم كومه پېشبيني ريښتيا شوې وي. كله چي د هايپوتيټيكي نظريې كافي […]نور ولوله...

د بېلابېلو مېوو د پوست ګټې

د مېوې پوست هم لکه د مېوې په څېر بېلابېلې ګټې لري. تاسو به ښایي له دې مخکې د مېوو پوست په کثافتداني کې اچول، خو اوس یې په ګټو خبر شوئ، نور باید ترې ګټه واخلئ. دا ګټې یې په لاندې ډول دي: د لیمو او نارج پوست: که غواړئ چې د ځواني دانو […]نور ولوله...

د نیوټن دوهم قانون په ساده ژبه

د نيوټن د حركت قوانين د ښوونځۍ په اتمې ټولگۍ كښې ښوول كيږي خو متاسفانه ډېر لوړ لوستي كسان مې لا ليدلي دي چې سم يې سر نه دى په خلاص. خصوصا د دوهم قانون F=ma په اړوند اكثره كسان تر غلطفهمۍ لاندې دي چې گواكي دغه معادله ښيي چې:- كتلې ته د #حركت وركولو […]نور ولوله...

د سردرد طبیعي درملنه؛ اته اغېزمنې لارې

سردرد یوه لویه ستونزه ده، چې ځیني کسان هره ورځ له دغې ستونزي سره مخ کېږي، او زیاتره بیا په اوونۍ کې یوه یا څو ورځې له دې ستونزې کړېږي. سردرد بېلابېل ډولونه هم لري. که څه هم د سردرد لپاره بېلابېل ډوله درمل هم شتون لري، خو دلته به یې مونږ درته طبیعي لارې […]نور ولوله...

كاينات په څه شى كښې پراخيږي؟

په اوسنۍ كاينات پېژندنې Modern Cosmology كښې د كايناتو پراخېدنه يا انبساط يو دقيق او مشخص تعريف لري چې د فريډمن Friedmann په معادله كښې افاده شوى دى كوم چې د آينشټاين د عام نسبيت د انحنا اختيارونكي فضاوخت او د مادې سره د متعادلې انرژۍ د رابطې د ډگري معادلې څخه را ايستل شوې […]نور ولوله...

ولې په نیمه شپه کې وږي کېږئ؟

لیدلي او یا هم تجربه کړي به مو وي چې په نیمه شپه کې له خوبه پاڅئ او بې اندازې زیات وږي یاست. کله مو هم فکر کړی چې ولې سړی په نیمه شپه کې وږی شي؟ لوږه یو بېړنی احساس دی، یانې کېدای شي چې د بدن وضیعت مو بدل کړي. له خوبه مو […]نور ولوله...

د كايناتو تر زوكړې وړاندې څه وه؟

دا پوښتنه په ساينس كښې تر اوسه په قاطع ډول نه ده ځواب شوې خو د نن په كاينات پېژندونكو كښې يې په اړوند په عمومي ډول دوه آنده شتون لري. لومړى دا چې په اثبات شوي كاينات پېژندنې كښې د كايناتو زوكړه د ستر درز Big Bang په پېښې كښې صورت نيسي چې فيزيك […]نور ولوله...